د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې عمومي رئیس د چابهار- زاهدان- نیمروز/میلک اوسپنې پټلۍ پروژې څخه لیدنه وکړه!
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې عمومي رئیس ملا بخت الرحمن شرافت او مل هیئت د چابهار- زاهدان- نیمروز /میلک اوسپنې پټلۍ پروژې څخه چې همدامهال د ایران په خاوره کې یې د جوړونې کار دوام لري، له بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړه.
دغه لیدنه کې د افغانستان لپاره د ایران هېواد د لارو او ښار جوړونې وزارت ځانګري استازي انجنیر میرشفیع، د دغه پروژې اړوند اړین معلومات وړاندې کړل او څرګنده یې کړه چې دوی ټینګه اراده لري د دغه پروژې چارې ژر تر ژره بشپړې کړي او تمه لري چې افغان لوری هم د نیمروز ولایت اړوند میلک بندر کې د سرحدي پټلۍ جوړولو چارې پیل کړي، څو د دواړه هېوادونو ترمنځ یو بل ریلي اتصال هم رامنځ ته شي.
همدارنګه د دغې پروژې د لیدنې پرمهال د معیاري بلاست (جغل) جوړلو له یوې کمپنۍ او یوه تونل چې ۷۰۰ متره اوږدوالی، ۹متره لوړوالی او ۹ متره عرض لري او ټولې چارې یې د ایراني متخصصینو له لوري ترسره شوي دي، لیدنه وشوه.
۹ وږی ۱۴۰۲هـ.ش.