د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې عمومي رئیس ملا بخت الرحمن شرافت د ترکمنستان د اوسپنې پټلۍ معاون سره وکتل!
نن پنجشنبه د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې عمومي رئیس ملا بخت الرحمن شرافت او مل پلاوي ترکمنستان هېواد ته د سفر په ترڅ کې د یاد هېواد اوسپنې پټلۍ معاون محترم ایشان قلو بکمیرات سره د عشق آباد ښار اوسپنې پټلۍ ادارې مرکزي تعمیر کې وکتل.
دغه لیدنه کې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ په ریلي همکاریو، د انتقالاتو په ډیروالي او اړوند موضوعاتو بحث وشو، ښاغلي شرافت د ترکمنستان هېواد له همکاریو څخه په مننې وویل:
ستاسې له هر اړخیزو همکاریو څخه مننه کوم او تمه لرم چې د دوو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ ریلي همکارۍ یوازې تر آقینې او تورغونډۍ بندرونو محدودې نه شي، باید خپلو کې ګډ کار کولو ته لا ډیره پاملرنه وکړو او ګډه هڅه وکړو څو د منځنۍ اسیا او جنوبي اسیا ترمنځ د سوداګریزو توکو د انتقال پروسه کې موثره ونډه واخلو.
د دغه ناستې په دوام ښاغلي شرافت خپلو خبرو کې وویل: هغه محصلین چې د ترکمنستان له لوري د اوسپنې پټلۍ په برخه کې روزل شوي دي، د اوسپنې پټلۍ په حفظ او مراقبت، ګټه اخیستنې او پراختیا کې خورا مهمه او موثره ونډه لري او له دې امله یوځل بیا ستاسې قدرداني کوو.
دغه ناسته کې چې ترکمنستان کې د افغان سفارت سرپرست محترم حاجي فضل محمد صابر هم ګډون درلود، ښاغلي بکمیرات د انتقالاتو د ډیروالي لپاره چمتوالي ته په اشارې وویل: د دواړو دوست هېوادونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ له لارې د انتقالاتو ډیروالی او د تجارت بیلانس مهم دی او هڅه کوو دا چاره په موثر ډول ترسره شي.
ورته وخت کې ښاغلي بکمیرات د اوسپنې پټلۍ په برخه کې د نورو افغان محصلینو روزنې او د افغانستان د اوسپنې پټلۍ پراختیا کې د پانګونې لپاره هم چمتوالی وښود.
د دغه ناستې په دوام د دواړو اوسپنې پټلۍ ادارو ترمنځ په دوه اړخیزه ریلي موضوعاتو مفصل بحثونه وشول. یاده دې وي چې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې عمومي رئیس ملا بخت الرحمن شرافت او مل پلاوي د ترکمنستان په رسمي بلنه پرون چهارشنبه یاد هېواد ته سفر کړی دی او په پام کې ده دوه اړخیزې ناستې دوې ورځې نور هم دوام وکړي.
۱۶ جمادي الاول ۱۴۴۵ هـ.ق.
۹ قوس ۱۴۰۲ هـ.ش.