د افغانستان د ریل پټلۍ عمومي ریس د بلخ والي سره ولیدل.
په دغه لیدنه کې ښاغلي شمس د خپلو پلانونو او برنامو تطبیق په اړه، شمال او په ځانګړې توګه بلخ ولایت کې خبرې وکړې او د سفر موخه یې، حیرتانو بندر کې د واګونو په وړاندې د رامینځته شوو سترنزو لرې کول یاد کړل.
د بلخ والي د افغانستان د ریل پټلۍ عمومي ریس ته د ښه راغلاست تر څنګ، د یادو لوی پروژو تطبیق، خلکو ته د کار زمینې برابرولو لپاره مهم او ضروري یاد کړل او د بلخ ولایت ریل پټلۍ ادارې ستونزو په هوارولو کې یې د همکارۍ وعده ورکړه.