د اوسپنې پټلۍ ادارې ځینې کارکوونکي د تخنیکي زده کړو له فراغت وروسته هېواد ته راستانه شول!
نن پنجشنبه د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې ۱۳ تنه تخنیکي کارکوونکي چې د تېر کال جدې میاشت کې ترکمنستان هېواد ته د تخنیکي زده کړو لپاره استول شوي وو، تر فراغت وروسته بېرته هېواد ته راستانه شول.
دغه ۱۳ تنه کارکوونکو ترکمنستان هېواد کې د اوسپنې پټلۍ په بېلابېلو تخنیکي برخو کې لنډمهاله زده کړې ترلاسه کړې او د دغه لڼدمهاله روزنیزې برنامې موده ۴ میاشتې وه.
دغه راستانه شوي کارکوونکي به بېرته خپلو دندو ته ورگرځي او د دوی له زده کړو او تجربو څخه به د افغانستان د اوسپنې پټلۍ په پراختیا کې گټه اخیستل کیږي.
همدارنگه په نظر کې ده یوه بله ډله کارکوونکي هم په نږدې اونیو کې ترکمنستان هېواد ته د تخنیکي زده کړو لپاره سفر وکړي.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره له خپل کړي تعهد سره سم، هڅه کوي له گاونډیو هېوادو څخه د اوسپنې پټلۍ په برخه کې نور تعلیمي بورسیې هم ترلاسه کړي، څو د خپلو کارکوونکو په مسلکي روزنې سره د اوسپنې پټلۍ ټولې چارې په افغاني کدرونو اجراء کړي.
د نشراتو آمریت
۲۸ ثور ۱۴۰۲ هـ.ش.