د اوسپنې پټلۍ مسلکې بورډ په دویمه ناسته کې د خواف ـ هرات اوسپنې پټلۍ له لارې د لیږد تعرفه تثبیت کړه

Sayed Zaher Mo…
شنبه ۱۴۰۰/۱/۷ - ۱۴:۴۷
جلسه بورد مسلکی

د اوسپنې پټلۍ مسلکې بورډ دویمه ناسته کې چې د افغانستان اوسپنې پټلۍ عمومي رییس ښاغلي محمدیما شمس په مشرۍ جوړه شوي وه، په یاده ناسته کې د یادې ادرې عملیاتي مرستیال ښاغلي انجنیر میرویس غفوري او له بیلابیلو ادارو څخه د بورډ غړو هم حضور درلود، په اوسپنې پټلۍ ادارې کې جوړه شوه.

لومړی ښاغلي شمس ګډونوالوته د نوي کال د مبارکي ترڅنګ، ټولو هیوادوالو ته د کمال خان بند د پرانستلو مبارکې ووایله او یاده پروژه د افغانستان د اوبو مدیریت، د برښنایې انرژې پیاوړټیا او د کرنې د پراختیا لپاره مهم او حیاتي و باله.

وروسته د افغانستان اوسپنې پټلۍ عمومي رییس او د جلسې غړو د اوسپنې پټلۍ د مسلکي بورد فعالیتونو او جلساتو د څرنګوالي اړوند د طرزالعمل په اړه بشپړ نظرونه څرګند کړ، او د تائید وړ وګرځیدل.

له آجنډا سره سم د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې عملیاتي مرستیال د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ د دریمه قطعې د تعرفې تثبیتول او د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ د ترجیحی تعرفې ټاکلو په اړه، د جلسې غړو ته معلومات ورکړ.

ورپسې ښاغلي شمس وویل: د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې له ایران هیواد سره د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ له لارې د سوادګریزو او ټرانزیتی توکو د لیږد تعرفې د کمښت په اړه ډېر مهم بحثونه درلودل چې دې د خصوصي سکټورر او د اوسپنې پټلۍ له لاری د انتقالاتو د زیاتیدو لپاره، ډېر مهم او ګټور دي.

bord maslaki

د اوسپنې پټلۍ مسلکي بورد په دویمه ناسته کې د یاد بورد د کړنو د څرنګوالی طرزالعمل، د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ له لارې د سوادګریز او ټرانزیتی توکو د تعرفې تثبیتول او د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ د ترجیحې تعرفې په اړه بحثونه وشوه او په پای کې یاد شوی موارد د غړو له خوا تایید شو.

د یادونې وړ ده، چې د افغانستان اوسپنې پټلۍ مسلکې بورد په دویمه ناسته کې د دې بورد غړو یې له افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې، د اقتصاد، ټرانسپورټ، سوداګریز او صنعت، داخله او مالیې وزارتونو او د ادارې اصلاحاتو او ملکي خپلواک کمیسیون، د عامه ساتنې عمومي ملی ریاست، د انرژې خدماتو تنظیم ادارې او د پانګوالۍ او سوداګریز خونې، په کې ګډون کري وو.

د اوسپنې پټلۍ د قانون پر اساس، د اوسپنې پټلۍ مسلکی بورد د هېواد اوسپنې پټلۍ سکتور کې د اجرااتو د همغږۍ او انسجام لپاره رامنځته شوي او د اړوندو دولتی او خصوصي ادارتو له با صلاحیته نمایندګان څخه تشکیل شوې ده.

وروستي خبرونه او راپورونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۳۰ - ۱۴:۴۹
Background image

تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۰۵۲۷) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۳ هـ.ش. کال د ثور مياشتي له ۲۱مې څخه د ثور تر ۲۷مې) نېټې پورې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۰۵۲۷) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې (۴۸۹۲۱). . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۵ - ۱۵:۲۹
Background image

د نایب آباد سټېشن د پراختيا تفاهمنامه لاسليک شوه

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې د ازبکستان د ريل پټلۍ ادارې او کامګار شرکت سره د ثور په ۲۳مه د حيرتان بندر آړوند د نايب آباد سټېشن د پراختيا او معياري کېدو تفاهمنامه لاسليک کړه.

په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۵ - ۱۵:۱۲
Background image

تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۳۶۸۵) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۳ هـ.ش. کال د ثور مياشتي له ۱۴مې څخه د ثور تر ۲۰مې) نېټې پورې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۳۶۸۵) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې (۶۰۳۹۰). . .

ټول