د خواف -هرات د اوسپني پټلۍ د څلورمې برخې لومړي فاز پروژې کار ۲۰ سلنه پرمخ تللی
د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې مالي او اداري مرستیال میرویس میرزکوال د قزاقستاني شرکت INKON KZ له مشر ښاغلي تیمور ممیربکوف سره په لیدنه کې د هرات – خواف اوسپني پټلۍ کرښې د درېیمې برخې لومړي فاز پروژې د پلي کېدو په تړاو خبرې وکړې.
د اوسپني پټلۍ ادارې مالي او اداري مرستیال د یادې پروژې پر سم او پروخت پلي کېدو ټینګار کړی او له یاد شرکت څخه يې وغوښتل څو د پروژې د جوړېدو په برخه کې له کورني کاري ځواک او د افغانستان له کورنيو تولید شویو موادو څخه ګټه پورته شي.
وروسته ښاغلي ممیر بکوف ددې پروژې د ۲۰ سلنه کاري پرمختګ په اړه یادونه کړې او ژمنه يې وکړه چې د یادې پروژې کار د تړون له مخې ترسره کېږي.
د یادونې وړ ده چې د خواف – هرات اوسپني پټلۍ د څلورمې برخې لومړي فاز د ۳۳ کیلومتر ودانۍ تړون له قزاقستاني شرکت INKON KZ سره لاسلیک شوی او ټاکل شوې د ۱۴۰۰ کال په ترڅ کې بشپړ شي.