روسیې ته د افغان هیئت د سفر په جریان کې!
نن سه شنبه د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې عمومي رئیس ملا بخت الرحمن شرافت او مل پلاوي د روسیې د ولسمشر له سلاکار او د داغستان پخواني مشر ښاغلي رمضان عبدالطیوف سره وکتل.
دغه لیدنه کې ښاغلي رمضان د افغانستان امن وضعیت ته په اشارې څرګنده کړه چې روسیه د افغانستان د اوسپنې پټلۍ پروژو په ځانګړي توګه افغان ټرانس چې منځنۍ اسیا له جنوبي اسیا سره وصلوي، د پانګونې لپاره لیوالتیا لري، د دې ترڅنګ ښایي روسیه د افغانستان پروژو کې د پانګونې په اړه راتلونکې کال کې د روسیې ـ افغانستان دوستي کنفرانس دایر کړي. همدارنګه ښاغلي رمضان زیاته کړه چې باید د لا ښه همغږي په موخه د سیمې هېوادونه ګډه کمېټه رامنځ ته او افغانستان په کې دایمي نماینده ولري او هره میاشت انلاین غونډه ترسره کړي.
ورته وخت کې ښاغلي شرافت د پانګونې د دعوت ترڅنګ، ډاډ ورکړ چې افغان حکومت په ځانګړي توګه د اوسپنې پټلۍ اداره د پانګونې په برخه کې له پانګه والو سره اړینه همکاري کوي او لازم تسهیلات برابروي.
۲ عقرب ۱۴۰۲هـ.ش.