ولسمشرغني: په آقینه او تورغونډۍ بندرونو کې نوره پانګونه کیږي
د افغانستان او ترکمنستان ولسمشرانو د ټیلفون له لارې د نورو موضوعاتو تر څنګ د رېل پټلۍ په ځانګړې توګه د افغانستان د رېل پټلۍ بندرونو کې د پانګونې په اړه خبرې کړې دي.
ولسمشرغني د سه شنبې ورځ (حمل ۵مه) له خپل ترکمنستاني سیال سره په ټيلفوني خبرو کې څرګنده کړه چې افغانستان د رېل پټلۍ په برخه کې همکارۍ ته چمتو دی او د آقینې او تورغونډۍ بندرونو ته ځانګړې پاملرنه لري.
ولسمشر زیاته کړه چې په دغو دوو بندرونو کې پانګونه، تاسیسات او امکانات ډېریږي څو له دې لارې او د افغانستان او ترکمنستان تر منځ راکړه ورکړه دوامداره او سوداګریزې اسانتیاوې نورې هم پراخې شي.
د ترکمنستان ولسمشر قربان قلي بردي محمدوف په آقینه او تورغونډۍ بندرونو کې د تاسیساتو د ایجاد او پانګونې په تړاو د ولسمشرغني له طرحې هرکلی وکړ.
نوموړي وویل، د ټرانسپورټ، ټرانزیټ او انرژۍ په برخو کې به خپلې همکارۍ زیاتې کړو او د سوداګریزو اړیکو د لا پراختیا لپاره به په ورېښمو لار چې د جنوبي اسیا، مرکزي اسیا او اروپا سوداګریزه لاره ده ګډ کار وکړو.
افغانستان د اقېنې او تورغونډۍ سټېشنونو له لارې د اوزبيکستان، ترکمنستان او قزاقستان اوسپنې پټلۍ شبکې سره وصل دى او له دى لارې په کال کې ميليونونه ټونه تجارتي مالونه انتقالېږى٠