ولسي جرګې د خواف ـ هرات د اوسپني پټلۍ د وروستۍ برخې د جوړولو لپاره د ایټالیا پور تایید کړ
ولسي جرګې د خواف ـ هرات د اوسپني پټلۍ د دوهم فیز د څلوروم قطعه د جوړولو لپاره، د افغانستان حکومت او ایټالیا ترمنځ د اوژدمهالي پور هوکړه تایید کړه.
د ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني په مشري ددې جرګې د مرغومې میاشتې د ۲۵ نېټې په غونډه کې، ددې هوکړې طرحه د ولسي جرګې د مالي او بودجې کمیسیون له خوا عمومي جرګې ته وړاندې شوه.
د جرګې غړو د یادې هوکړې پرسر له بحث او رایه اچونې وروسته په ۶ مخالفو رایو سره، په ډېریو رایو سره هغه تایید کړه.
د ایټالیا دولت پور چې څه باندې ۶۵ میلیون یورو کېږي، د افغانستان حکومت باید هغه په دریو پړاونو او اوږدمهال ډول د ایټالیا دولت ته ورکړي.
د ولسي جرګې له خوا د یاد پور په تایید سره، د خواف ـ هرات اوسپني پټلۍ د پروژې وروستۍ برخه چې د افغانستان لپاره له اقتصادي ارزښت څخه برخمنه ده، جوړ به شي.
ددې پروژې په بشپړېدو سره به له هرات څخه اېران او له هغه ځایه نورو هېوادونو له هغې جملې ځینو اروپايي هېوادونو ته د افغانستان سوداګریزو مالونو د صادراتو او لېږدولو لاره هواره شي.
د خواف ـ هرات د څلورمې قطعې دوهم فاز د ۴۴ کیلومتر په اوږدوالي سره د افغانستان او اېران ترمنځ د اوسپني پټلۍ وروستۍ برخه ده، چې د هرات له ګذرې او انجیل ولسوالیو څخه په تېرېدو سره د هرات هوايي ډګر استېشن او صنعتي ښارګوټي ته غځېږي.