د افغانستان د اوسپنې پټلۍ عمومي رئیس الحاج ملا بخت الرحمن شرافت د ترکیې هېواد په رسمي بلنه یاد هېواد ته سفر وکړ!
دغه سفر کې به ښاغلی شرافت د رېل پټلۍ د نړېوالې اتحادیې (UIC) د منځني ختیځ څانگې په ۶ میاشتنۍ ناسته کې چې د غړیو هېوادونو د رېل پټلۍ لوړ رتبه مسؤلین په کې گډون کوي، د افغانستان استازولي وکړي. همدارنگه په نظر کې ده د بېلابېلو هېوادونو د رېل پټلۍ له مسؤلینو سره ځانگړي ناستې هم وکړي.
۹ جوزا ۱۴۰۲ هـ.ش.