تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۶۲۷۴۷) مټریک ټنه انتقالات شوي دي!
تېره اوونۍ کې (د سنبلی له ۲۴ تر ۳۰ مې) د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې (۶۲۷۴۷) متریک ټنه انتقالات شوي دي.
د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې (۴۹۶۶۵) ټنه، د آقینې اوسپنې پټلۍ له لارې (۵۸۰۷) ټنه او تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۲۷۵) ټنه انتقالات چې ټولټال (۶۲۷۴۷) ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.
د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي، په تیره اوونۍ کې (۴۳۴۳) ټنه صادرات شوی چې لویه برخه یې د انارو جوس دي.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره هڅه کوي ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته اړین سهولتونه چمتو کړي.
د نشراتو آمریت
۱ میزان ۱۴۰۲ هـ.ش.