د کندهار د اوسپنې پټلۍ آمریت اداري ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
په عینو مینه ښارګوټه کې د کندهار ولایت، د اوسپنې پټلۍ اداري آمریت د ودانۍ رغنیزې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. دا ودانۍ په ۲ زره ۵ سوه مترمربع ځمکه کې په دریو پوړونو کې، جوړه شوې ده.
د کندهار ولایت، د اوسپنې پټلۍ آمریت په کاري اداره کې دفترونه، د کنفرانسونو او غونډو سالون، خوړنځی، پخلنځی، مېملستون، شنه سیمه، سړک او نورې آسانتیاوې، شاملې دي.
ددې پروژې چارې د ۱۳۹۷ کال په تلې میاشت کې د یوه کورني خصوصي ساختماني شرکت (State Corps) لخوا پیل او د روان کال په لیندۍ میاشت کې بشپړې شوې. خو په دې وروستې کې د هغي لومړني تسلیمۍ ترسره شوي. د یادې پروژې قرارداد د تدارکاتو ملي ادارې لخوا له بشپړېدو وروسته یاد شرکت ته سپارل شوی و.
د کندهار د رېل پټلۍ پر اداري ودانۍ ۴۴ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی چې د افغان دولت له پراختیایي بودیجې ورکړل شوی دی.
دمګړۍ د ټرانسپورټ وزارت د اوسپنې پټلۍ اداره په کندهار کې د یو آمریت تشکیل لري او ددې ودانۍ په جوړېدو سره، د کارکوونکو لپاره د کاري دفترونو ستونزه هواره شوېده.