د خپلو سوداګریزو آموالو ليږدولو لپاره زموږ سره اړیکه ونیسئ

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره د هېواد سوداګرو او هېوادوالو ته خبر ورکوي، چې د افغانستان او منځنۍ آسیا هېوادونو ترمنځ د ريل پټلۍ له لارې ټرانسپورټ په عادي ډول روان دی.

د هېواد ملي سوداګر کولای شي د ريل پټلۍ کرښې له لارې خپل سوداګریز آموال ازبکستان، ترکمنستان او د منځنۍ آسیا نورو هېوادونو ته انتقال کړي.

اوسمهال افغانستان د حيرتان–مزار شريف د ريل پټلۍ، د آقينې او تورغونډۍ ريل پټلۍ له لارې د ازبکستان، ترکمنستان، قزاقستان، چين او روسيې هېوادونو سره د ريل پټلۍ له شبکې سره نښلول شوى او د سوداګريزو توکو صادرات او واردات له همدې لارو ترسره کېږي.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره چمتو ده، چې د سړک او هوايي ټرانسپورټ په پرتله په ګړندۍ، ساده او ارزانه ډول ستاسو سوداګريز مالونه یادو هېوادونو ته د ريل له لارې انتقال کړي.

نو د خپلو اموالو د اسانه، ارزانه، چټک او خوندي ليږد لپاره د لا زیاتو معلوماتو او همغږۍ په موخه، په مرکز کابل او ولایتونو کې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې چارواکو سره د آړیکو شمیرو او بریښنالیک پتو له لارې اړیکه ونیسئ.

د اموالو ليږدولو د آړینو توکو موندلو لپاره دلته کلیک وکړئ!

د ليږد بارنامو د نمونې ليدلو لپاره دلته کليک وکړئ!

اړوند رياست

اړيکه شمېره

بريښناليک پته

د ليږدونې او ګتې اخيستنې رياست

 

0202320933

 

Operation.Rail@ara.gov.af

د بلخ د اوسپنې پټلۍ رياست

0792008090

0777278415

 

Balkh@ara.gov.af

د فارياب-آقينې د اوسپنې پټلۍ رياست

0794050003

0799777315

 

Faryab@ara.gov.af

د هرات-تورغونډۍ د اوسپنې پټلۍ رياست

0793500545

 

Herat@ara.gov.af