اداري جلسه؛ موږ غواړو د اوسپنې پټلۍ پروژې افغاني کړو

Sayed Zaher Mo…
پنجشنبه ۱۴۰۱/۴/۲ - ۱۴:۳۰
جلسه اداری

پرون ۴شنبه (۰۱/۰۴/۱۴۰۱هـ.ش.) د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې عمومي اداري جلسه د دې ادارې د غونډو په تالار کې د عمومي رئیس په مشري ترسره شوه.
دا ناسته چې مالي او اداري معاون او تخنيکي معاون، ریسانو، سلاکارانو او آمرینو پکې گډون درلود، د قرآنکریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه. همداراز د پکتیا، خوست او پکتیکا ولایتونو کې د زلزلې له امله شهیدانو او ټپیانو ته دعا وشوه.
وروسته د ادارې عمومي سرپرست رئیس ملا بخت الرحمن شرافت ایران ته د سفر راپور وړاندې کړ. ښاغلي شرافت وویل: موږ ایراني لوري ته وویل چې موږ هڅه کوو ورو – ورو د اوسپنې پټلۍ پروژې افغاني کړو، خپل کدرونه او تخنیکي پرسونل په دندو وگمارو.
ورپسې د ناستې د اجنډا په موضوعاتو مفصل بحثونه ترسره شوه. ناسته کې پرېکړه وشوه چې د آقینې – اندخوی د اوسپنې پټلۍ غیر ریلي تأسیساتو  د ترمیم چارې به ژر تر ژره پیل شي.
همداراز پرېکړه وشوه چې د خواف – هرات د دریمې ټوټې د ترمیماتو چارې به هم ژر تر ژره پیل شي او هڅه کیږي چې یاده پټلۍ گټه اخیستنې ته وسپارل شي.
همدارنگه د نورو موضوعاتو په اړه لازم بحثونه وشول. غونډه د دعایې په لوستلو پای ته ورسېده.
د نشرآتو آمریت
۰۲/۰۴/۱۴۰۱هـ.ش.

jalasa2jalasa

وروستي خبرونه او راپورونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۳۰ - ۱۴:۴۹
Background image

تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۰۵۲۷) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۳ هـ.ش. کال د ثور مياشتي له ۲۱مې څخه د ثور تر ۲۷مې) نېټې پورې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۰۵۲۷) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې (۴۸۹۲۱). . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۵ - ۱۵:۲۹
Background image

د نایب آباد سټېشن د پراختيا تفاهمنامه لاسليک شوه

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې د ازبکستان د ريل پټلۍ ادارې او کامګار شرکت سره د ثور په ۲۳مه د حيرتان بندر آړوند د نايب آباد سټېشن د پراختيا او معياري کېدو تفاهمنامه لاسليک کړه.

په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۵ - ۱۵:۱۲
Background image

تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۳۶۸۵) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۳ هـ.ش. کال د ثور مياشتي له ۱۴مې څخه د ثور تر ۲۰مې) نېټې پورې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۳۶۸۵) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې (۶۰۳۹۰). . .

ټول