بلخ کې د اقتصادي پياوړتيا غونډې په لړ کې د اوسپنې پټلۍ د پراختيا په تړاو هم ناسته ترسره شوه

Kalimullah Sah…
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۱ - ۱۰:۲۱
بلخ

د روانې حوت مياشتې په ۲۸مه د بلخ ولايت مربوط حيرتان بندر کې د افغانستان-ازبکستان هيوادونو د ګډو لوړ رتبه اقتصادي مسؤلينو ترمنځ هراړخيزه ناسته ترسره شوه.

په غونډه کې د افغانستان-ازبکستان هيوادونو د ريل پټلۍ، صنعت او سوداګرۍ، معادن، ټرانسپورټ او ګڼو نورو آړونده اقتصادي سکټورونو لوړپوړو استازو او مسؤلينو ګډون کړی وو، چې په وروستيو کې هرې ادارې د ستونزو د لټون او حل لارې پیدا کولو په موخه له خپلې مربوطه برخې سره ناسته ترسره کړه.

بلخ

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې سرپرست الحاج ملا بخت الرحمن شرافت د ازبکستان هيواد د ټرانسپورټ وزیر سره په ليدنه کې هغه ته د ښه راغلاست ترڅنګ د اوسپنې پټلۍ په برخه کې د ازبکستان هيواد د ریل پټلۍ ادارې له دوامداره دوه اړخيزه همکاريو څخه مننه وکړه.

بلخ

ښاغلي شرافت د ازبکستان هيواد د ټرانسپورټ له وزير سره په کتنه کې د پسرلي په راتګ سره د افغان-ټرانس بنسټيزې او سيمه ييزې اتصالي پروژې د عملي چارو د پیل غوښتنه وکړه او په دې تړاو يې ازبکستاني لورې ته د هر راز آمنيت، خونديتوب او همکارۍ ډاډ څرګند کړ.

نوموړي د افغان-ټرانس د سيمه ييزې ریلي پروژې د تخنيکي مطالعاتو، مهالوېش او نورو اړوندو تخنيکي چارو عملي پیل نه يوازې د افغانستان، بلکې د ټولې سیمې د ښيرازۍ او آبادۍ آغاز وباله.

هغه د ازبکستان هيواد د اوسپنې پټلۍ ادارې له رهبرۍ څخه هم ځانګړې مننه وکړه، چې تل يې د يو بل د خير او نفعې رسولو هيله کړې او موږ هم په دې برخه کې دواړو لورو ته د ګټې رسونې له پروسې ملاتړ کوو.

په کتنه کې دواړو لورو توافق وکړ، چې ډېر ژر به د افغان-ټرانس د تخنيکي مطالعې لپاره اکشن پلان (ټایم لاین) سره شریک کړي او دغه راز تر دوو اونیو پورې به حیرتان-مزار مسیر بهره بردارۍ ته اماده او ریلي خدمات (انتقالات) به تر مزارشريف پورې پیل شي.

وروستي خبرونه او راپورونه

شنبه ۱۴۰۳/۲/۸ - ۱۶:۳۰
Background image

تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۸۲۸۱۳) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۳ هـ.ش. کال د حمل مياشتي له ۳۱مې څخه د ثور تر ۶مې) نېټې پورې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې (۸۲۸۱۳) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې (۶۸۲. . .

شنبه ۱۴۰۳/۲/۸ - ۱۳:۴۲
Background image

د فارياب د اوسپنې پټلۍ رئيس د اړوند ارګانونو له ځايي مسوولينو سره وکتل

د فارياب د اوسپنې پټلۍ رئيس ښاغلي عبدالنصير شيخ زاده او اړوند ارګانونو د ځايي مسوولينو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه.

ياده ناسته چې د ثور په ۶مه په آقينې بندر کې ترسره شوه، پکې ددغه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۴ - ۹:۲۰
Background image

تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۴۰۲۹) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

 تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۳ هـ.ش. کال د حمل مياشتي له ۲۴مې څخه د حمل تر ۳۰مې) نېټې پورې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۴۰۲۹) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې (۵. . .

ټول