تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۸۵۸۰۱) مټریک ټنه انتقالات شوي دي!
تېره اوونۍ کې ( د۱۴۰۲ هـ.ش. د عقرب له ۲۶ د قوس تر ۲ مې) د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې (۸۵۸۰۱) متریک ټنه انتقالات شوي دي.
د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې (۵۷۸۲۴) ټنه، د آقینې اوسپنې پټلۍ له لارې (۵۸۳۸) ټنه او تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ له لارې (۲۲۱۳۹) ټنه انتقالات چې ټولټال (۸۵۸۰۱) ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.
د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات او ټرانزیټ دي، په تیره اوونۍ کې (۳۲۰) ټنه صادرات او ټرانزیټ شوی چې لویه برخه یې د انارو جوس دي.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره هڅه کوي ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته اړین سهولتونه چمتو کړي.
د نشراتو آمریت
۴ قوس ۱۴۰۲ هـ.ش.