د ا.ا.ا د رسنیو په مرکز کې د اوسپنې پټلۍ ادارې رسنیز کنفرانس ترسره شو

Sayed Zaher Mo…
پنجشنبه ۱۴۰۱/۵/۱۳ - ۲۲:۵۶
کنفرانس رسانه

نن پنجشنبه د زمري ۱۳ مه د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې رهبري د ا.ا.ا رسنیو مرکز کې د یوه خبري کنفرانس په چوکاټ کې د دې ادارې د تیر یوه کال عمده فعالیتونه، لاسته راوړنې او د راتلونکي لپاره خپل کاري پلانونه له رسنیو سره شریک کړل.

دې خبري کنفرانس ته لومړی د ادارې عمومي رئیس ملا بخت الرحمن شرافت حاضرینو ته ښه راغلاست وویل او عمومي معلومات یې وړاندې کړل. ښاغلي شرافت وویل: "موږ غواړو او هڅه کوو چې د اوسپنې پټلۍ ته افغاني تشخص او پېژندګلوي ورکړو، تر اوسه په نړیوالو فورمونو کې د افغانستان اوسپنې پټلۍ استازولي بل څوک کوي، موږ تعهد لرو چې د اوسپنې پټلۍ ټولې چارې افغاني کړو". همداراز ښاغلي شرافت ګډونوالو ته وویل چې "د افغان ټرانس پروژې ساحوي سروې پیل شوې ده او نورې چارې به یې هم پیل شي".

کنفرانس خبری


ښاغلي شرافت زیاته کړه: "له قراردادي شرکتونو سره موږ شرط اېښی دی چې په یوه کال کې به د دوی شته ظرفیت زموږ افغاني انجینرانو ته لېږدوي، څو موږ وکولای شو د افغاني کولو پروسه پرمخ بوځو".

ورپسې د ادارې ویاند عبدالسمیع دراني د تیر کال عمده فعالیتونه او لاسته راوړنې ګډونوالو ته وړاندې کړې. ښاغلي دراني د اوسپنې پټلۍ پروژو امنیت خوندي کول، د ادارې پر تشکیلاتو بیا کتنه، د انتقالاتو دوام، د نیمګړو پروژو د چارو بیا پیل، ایران او ازبکستان هېوادونو ته رسمي سفرونه، د کابینې او اقتصادي کمیسیون په غوڼدو کې فعال ګډون او د افغانستان، ازبکستان او پاکستان اوسپنې پټلیو ادارو ترمنځ همغږي رامنځ ته کول د تیر کال د عمده فعالیتونو په توګه او د پروژو د امنیت خوندیتوب، له سوګډیانا ټرانس کمپنۍ څخه په قرارداد کې د ۲.۲۵ میلون ډالرو تخفیف ترلاسه کول، له ایران څخه د محصلینو د جذب موافقه ترلاسه کول، د بلخ ریاست له لوري د عوایدو ټولول او له قرضداره شرکتونو څخه د پور راټولول د دې ادارې د لاسته راوړنو په توګه یاد کړل.

کنفرانس خبری


ورپسې د ادارې تخنیکي معاون انجینر عبدالباري صدیقي د راتلونکي لپاره پلانونه شریک کړل. د غونډې په دوام کې د ژورنالیستانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل شول.

د اوسپنې پټلۍ اداره

د نشراتو امریت

۱۳/۰۵/۱۴۰۱ ه.ش.

وروستي خبرونه او راپورونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۳۰ - ۱۴:۴۹
Background image

تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۰۵۲۷) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۳ هـ.ش. کال د ثور مياشتي له ۲۱مې څخه د ثور تر ۲۷مې) نېټې پورې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۰۵۲۷) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې (۴۸۹۲۱). . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۵ - ۱۵:۲۹
Background image

د نایب آباد سټېشن د پراختيا تفاهمنامه لاسليک شوه

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې د ازبکستان د ريل پټلۍ ادارې او کامګار شرکت سره د ثور په ۲۳مه د حيرتان بندر آړوند د نايب آباد سټېشن د پراختيا او معياري کېدو تفاهمنامه لاسليک کړه.

په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۵ - ۱۵:۱۲
Background image

تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۳۶۸۵) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۳ هـ.ش. کال د ثور مياشتي له ۱۴مې څخه د ثور تر ۲۰مې) نېټې پورې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۳۶۸۵) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې (۶۰۳۹۰). . .

ټول