د افغانستان اوسپني پټلۍ خپلواک اداره د اداري پلاوي غونډې ترسره کېدل
د افغانستان اوسپني پټلۍ خپلواک ادارې د اداري پلاوي غونډه د دې ادارې د مالي او اداري مرستیال محترم میرویس میرزکوال په مشری د یادې ادارې د رییسانو او آمرینو په شتون ترسره شوه.
ښاغلي میرزکوال چې په دې وروستیو کې د افغانستان اوسپني پټلۍ خپلواک ادارې د مالي او اداري مرستیال په توګه په کار پیل کړی، ویلي چې له دې وروسته به ددې ادارې د همغږۍ، مرستې او د کاري بهیر د ګړندیتوب په برخه کې نوی فصل پیل شي.
په دې غونډه کې د شته ستونزو او ننګونو پرسر بحث شوی او ټینګار وشو چې د ادارې کارونو د سم ترسره کېدو، د اوسپني پټلۍ پروژو د پروخت پلي کېدو او د بودجې مصرف روڼتیا په برخه کې باید کاري بهیر ګړندی شي.
همداراز ټاکل شوې ځانګړې کمېټې وټاکل شي ترڅو له نورو اړوندو ادارو او شرکتونو له هغې ډلې د کورنیو چارو له وزارت سره د خواف ـ هرات اوسپني پټلۍ په لاره کې د امنیتي پوستو د جوړلو او د اوسپني پټلۍ له خپلواکې ادارې څخه د شرکتونو پورونو د ورکړي موضوع وڅېړل شي او حل شي.
د افغانستان اوسپني پټلۍ خپلواک ادارې مالي او اداري مرستیال په یاده اداره کې د قوانینو او مقرراتو پر پلي کېدو ټینګار کړی او د پروژو د پلي کېدو او دغه راز د ادارې موخو د پلي کېدو لپاره د مالي او اداري کارونو آسانتیا مهم وباله.