د افغانستان اوسپنې پټلۍ رییس او د ټرانسپورټ وزارت سرپرست، د منځنۍ اسيا سره دې جنوبي اسيا نښلولو په لومړنۍ جلسه کې ګډون وکړ
د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې رئيس او د ټرانسپورټ وزارت سرپرست، محمد يما شمس د ازبیکستان هيواد په کوربه توب، په تاشکند ښار کې دې جنوبي اسيا سره د منځنۍ اسيا د ټرانسپورټي همکاريو په جلسه کې ګډون وکړ.
همدارنګه په دې جلسه کې د تاجیکستان او پاکستان د ټرانسپورټ وزارتونو چارواکو، د نړيوال او اسيايي بانکونو استازو هم پکې ګډون درولود.
په دې جلسه کې د ريل، ځمکني او هوايي ټرانسپورټ په واسطه د افغانستان له لارې د منځنۍ اسيا سره د جنوبي اسيا په اتصال، د انتقالاتو په زياتوالي او د کاسه غړيو هيوادونو په لا همغږۍ بحث وشو او نظرونه تبادله شول.
د جيوسټراټيژيک او جيو اکوناميک موقعيت ته په کتو دې منځنۍ او جنوبي اسيا هيوادونو، چين او اروپايي هيوادونو لپاره افغانستان ارتباطي پل دى، د همدې پتانسيلو په نظر کې نيولو سره دا برنامه کولى شي چې افغانستان د سيمې او نړۍ هيوادونو بازارونو ته لاس رسى ولري او د ټرانزيټ برخه کې د عوايدو لوړولو څخه برخمن دى.
د افغانستان له لارې دې جنوبي اسيا سره دې منځنۍ اسيا نښلول به په سيمه کې د يو ځاى کار کولو زمينه رامنځته کړي، د فقر په کم والي او د منيتي ګواښونو په له منځه وړلو کې به مهم رول ولري.
د تاشکند ښار کې د کاسه په ناسته کې د همه جانبه بحثونو وروسته د ګډون والو لخوا د اهدافو، تشکيلاتو په تثبيت او راتلونکو برنامو باندې پريکړه وشوه تر څو د افغانستان ازبیکستان، تاجیکستان او پاکستان هيوادونو د ټرانسپورټ وزيرانو څخه يوه عالي شورا جوړه او تخنيکي ګروپونه مشخص شي چې په ځمکني او هوايي ټرانسپورټ، ګمرکونو، په سرحدي چارو، سوداګريز او ټرانزيټي برخو کې د کاسه برنامې سکرتريت او نړيوال بانک سره په همغږۍ کار وکړي.
همدارنګه، د روان ميلادي کال د مارچ تر اخيره پورې د فوکل پاينټونو پيژنګلوۍ ترڅنګ د غړيو هيوادونو تخنيکي ګروپونو مشخص کول او د 2020 کال د اپريل په مياشت کې دې بلې جلسې ترسره کول.