د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې خپل فعالیتونه او لاسته راوړنې له رسنیو سره شریکې کړې!
نن شنبه د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې د ۱۴۴۴هـ.ق. کال فعالیتونه او لاسته راوړنې د ا.ا.ا رسنیو مرکز کې د یوه رسنیز مرکز کنفرانس له لارې له ملت سره شریکې کړې.
په دغه رسنیز کنفرانس کې د ادارې عمومي رئیس ملا بخت الرحمن شرافت، تخنیکي معاون انجنیر عبدالباري صدیقي او د ادارې ویاند عبدالسمیع دراني وینا وکړه، چې د ۱۴۴۴هـ.ق. کال عمده فعالیتونه، لاسته راوړنې او د نوي کال لپاره پلانونه د رسنیو له لارې له ملت سره شریک او د رسنیو د استازو پوښتنې ځواب شوې.
په دغه رسنیز کنفرانس کې لومړی د ادارې سرپرست ښاغلي شرافت مقدماتي وینا وکړه او ویې ویل: الحمدلله د اوسپنې پټلۍ ادارې تېر کال ښه لاسته راوړنې لرلې، د سیمې له هېوادونو سره مو همغږي ډیره ښه وه او د اوسپنې پټلۍ اړوند ډیرو نړیوالو ناستو کې مو ګډون کړی او دغه لاسته رواړنې مو له هغوی سره شریکې کړي دي. ښاغلي شرافت زیاته کړه: ۱۴۴۴هـ.ق کال کې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې ۴،۵ میلیونه مټریک ټنه انتقالات شوي چې د ۱۴۴۳کال په پرتله ۲۵ سلنه زیاتوالی ښیي.
د کنفرانس په دوام د ادارې تخنیکي معاون ښاغلي صدیقي د ۱۴۴۵ هـ.ق. کال لپاره د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې عمده پلانونه له رسنیو سره شریک کړل، ښاغلي صدیقي وویل: د ۱۴۴۵ هـ.ق کال لپاره یو شمېر لویې او کوچنۍ پروژې پلان شوي دي، چې دوې مهمې پروژې یې د خواف- هرات ۴ټوټې لومړي او دوهم فاز رغول او د آقینې او روزنک اوسپنې پټلیو ته د ۲ عرادې مانوري لوکوموتیونو پېرودل دي.
د کنفرانس په بله برخه کې د ادارې ویاند ښاغلي دراني د تېرکال د انتقالاتو ارقام، ترکمنستان هېواد ته د ۱۳ تنه کارکوونکو د لېږلو او بېرته راتګ او ۱۴ نورو کارکوونکو د لېږلو، له پولي تخنیک پوهنتون سره په بېلابېلو برخو کې د همکاري او په تېر یوه کال کې د ډیجیټلي حکومتولي اړوند پرمختګ او لاسته راوړنو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل.
ښاغلي دراني وویل: د اوسپنې پټلۍ اداره هغه تعهد ته چې غواړي د اوسپنې پټلۍ ټولې چارې د افغاني کدرونو په ذریعه مخ ته یوسي، ډیر کار کوي او په همدې موخه وخت په وخت د کارکوونکو د ظرفیت د لوړولو په موخه روزنیزې برنامې برابروي.
د کنفرانس په وروستۍ برخه کې د رسنیو استازو په اړوندو موضوعاتو پوښتنې مطرح او د ادارې د استازو له لوري یې پوښتنې ځواب شوې.
د نشراتو آمریت
۷ زمری ۱۴۰۲ هـ.ش.