د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې عمومي رئيس د روسیې د ريل پټلۍ ادارې له مرستيال سره د ریل پټلۍ په پراختيا خبرې وکړې

Kalimullah Sah…
یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۲ - ۹:۵۶
خارجه

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې عمومي رئيس ښاغلي الحاج ملا بخت الرحمن شرافت او مل پلاوي د افغانستان د بهرنيو چارو په وزارت کې د روسیې د ريل پټلۍ ادارې له مرستيال ښاغلي اليا کازاکوف سره وکتل.

خارجه

په دغه ناسته کې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې د عمومي رئيس ترڅنګ تخنيکي مرستيال، ارشد سلاکار او د روسیې د ريل پټلۍ ادارې مرستيال ګډون درلود.

لومړی د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې عمومي رئيس ښاغلي شرافت د روسیې د ريل پټلۍ ادارې مرستيال ته د ښه راغلاست ويلو ترڅنګ ياده ناسته د دواړو هېوادونو ترمنځ د ریل پټلۍ په برخه کې يو انقلابي فرصت وباله.

خارجه

نوموړي وويل: دواړه هېوادونه بايد د ریلي انتقالاتو لپاره يوه داسې اغېزمنه لاره غوره کړي، چې لګښتونه يې کم؛ لنډه او اسانه وي.

ورپسې د روسیې د ريل پټلۍ ادارې مرستيال له دې امله خوښي څرګنده کړه، چې تاسو د افغان ټرانس پروژې لپاره روسی ګېج انتخاب کړ.

خارجه

ښاغلي اليا کازاکوف زياته کړه، دا چې په اتصالي برخه کې ريل پټلۍ د افغانستان لپاره تر ټولو زياته مهمه ده، فلهذا د روسیې د ريل پټلۍ اداره په هرات-بولدک او افغان ټرانس ریلي پروژو کې هم هر ډول همکارۍ ته چمتو ده.

نوموړي دغه راز ژمنه وکړه، چې د روسیې د ريل پټلۍ اداره به په ریلي برخه کې ګڼو افغان ځوانانو ته د مسلکي زده کړو زمينه هم برابره کړي.

 

وروستي خبرونه او راپورونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۶ - ۱۴:۴۲
Background image

تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۳۶۵۷) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۳ هـ.ش. کال د ثور مياشتي له ۷مې څخه د ثور تر ۱۳مې) نېټې پورې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۳۶۵۷) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې (۵۸۲۴۷) ټنه. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۹ - ۹:۲۷
Background image

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې نوبتي غونډه دايره شوه

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې دوه ورځنۍ نوبتي غونډه د ثور په ۵مه او ۸مه د ادارې د عمومي رئيس الحاج ملا بخت الرحمن شرافت په مشرۍ ترسره شوه.

غونډه چې د قران الکريم په مبارکو ايتونو پيل. . .

شنبه ۱۴۰۳/۲/۸ - ۱۶:۳۰
Background image

تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۸۲۸۱۳) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۳ هـ.ش. کال د حمل مياشتي له ۳۱مې څخه د ثور تر ۶مې) نېټې پورې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې (۸۲۸۱۳) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې (۶۸۲. . .

ټول