د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې عمومي رئیس ترکمنستان ته له تلونکو کارکوونکو سره ولیدل!
نن پنجشنبه د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې عمومي رئیس ملا بخت الرحمن شرافت ترکمنستان ته د ادارې له تلونکو ۱۴ تنه تخنیکي کارکوونکو سره وکتل.
دغه لیدنه کې ښاغلي شرافت یادو کارکوونکو ته لازمې سپارښتنې وکړې او دوی ته یې د سفر موخې بیان کړې.
دغه ۱۴ تنه کارکوونکي به د را روانې یکشنبې ورځ، د زمري ۸مه د تورغونډۍ بندر له لارې ترکمنستان ته سفر وکړي او د ۴میاشتو په موده کې به د اوسپنې پټلۍ اړوند تخنیکي زده کړې لکه دیسپیچري، مانور، ارتباطات او سیګنالینګ او د لوکوموتیونو کنترول ترلاسه کړي.
یاده دې وي چې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې څو میاشتې وړاندې هم ۱۳ تنه تخنیکي کارکوونکي د لنډمهاله عملي زده کړو لپاره ترکمنستان ته لیږلي وو، یاد کارکوونکي بېرته هېواد ته راستانه شوي دي او د دوی له تجربو او زده کړو د اوسپنې پټلۍ په پراختیا کې ګټه اخیستل کیږي.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره هڅه کوي د اوسپنې پټلۍ اړوند نورې تعلیمي بورسېې هم ترلاسه کړي څو د کارکوونکو د ظرفیت په لوړولو سره د اوسپنې پټلۍ ټولې چارې د افغاني کدرونو په واسطه مخ ته یوسي.
۵ زمری ۱۴۰۲هـ.ش.