د اوسپنې پټلۍ ادارې رهبري د افغان ټرانس پروژې له تخنیکي ټېمونو سره ولیدل
پرون ماښام (د زمري ۱۳مه) د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې رهبري د ازبکستان، پاکستان او افغانستان تخنیکي ټېمونو سره چې د افغان ټرانس پروژې ابتدایي ساحوي سروې کوي؛ ولیدل.
دې لیدنه کې چې تخنیکي ټیمونو او د سفارتونو استازو ته د اعزاز ماښامنۍ هم تیاره شوې وه، د ادارې سرپرست ملا بخت الرحمن شرافت، مالي او اداري او تخنیکي مرستیالانو، د دفتر رئیس، د ازبکستان سفیر، د پاکستان سفارت معاون او د تخنیکي ټیمونو ټولو غړیو گډون درلود؛ یاد تخنیکي ټیمونو سره د سروې په چارو هر اړخیزې خبرې وشوې.
تخنیکي ټیمونو د سروې چارې بریالۍ وگڼلې او د افغان دولت له لوري د نیول شوي چمتوالي په اړه یې خوښي څرگنده کړه.
همداراز د ادارې رهبري دوی ته د هر راز مرستې ډاد ورکولو ترڅنگ، تخنیکي ټیمونو او د سفارتونو استازو ته د ډالۍ په ورکولو سره دوی ته اعزاز ورکړ او مخه ښه یې ورسره وکړه.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره
د نشراتو امریت
۱۴/۰۵/۱۴۰۱ ه.ش.