د اوسپنې پټلۍ په تم ځایونو کې د واګونونو د تراکم مخنیوي په موخه غونډه وشوه
د صنعت او سوداګرۍ وزارت، د افغانستان اوسپنې پټلۍ او سټنډرډ ملي ادارو استازو او د بلخ ولایت مرستیال په ګډون، د اوسپنې پټلۍ په تم ځایونو کې د باروړونکو واګونونو د ګڼې ګوڼې مخنیوي په موخه، د جمهوري ریاست د چارو ادارې د پانګونې د اسانتیاو برخې د اقتصادي زونونو د چارو انسجام ریاست له لورې، غونډه وشوه.
په پېل کې د پانګونې د آسانتیاو برخې د اقتصادي زونونو د چارو انسجام مشرې، حسینه رحمان په حیرتان، آقینې او تورغندۍ سټیشنونو کې د شته ټرانزیټي او تخنیکي ستونزو په اړه خبرې وکړې. هغې وې ویل چې د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې د اوسپنې پټلۍ په تم ځایونو کې در واګونونو د ګڼې ګوڼې د مخنیوي لپاره یوه طرحه چمتو کړې او اړتیا ده چې نورې اړوندې ادارې خپل نظریات شریکه کړې، تر څو دا طرحه بشپړه شي.
وروسته، د اوسپنې پټلۍ ادارې عملیاتي مرستیال، ښاغلي انجنیر میرویس غفوري وویل چې د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې له نورو اړوندو ادارو څخه د جمهوري ریاست عالی مقام د لارښوونې پر بنسټ، د اوسپنې پټلۍ په تم ځایونو کې د واګونونو د ګڼې ګوڼې مخنیوي طرحه چمتو کړې ، چې د شته ننګونو د حل او د ادارو له خوا پروخت خدمات ورکول په کې شامل دي.
هغه د اوسپنې پټلۍ تم ځایونو کې د واګونونو د تراکم په اړه زیاته کړه چې، د سوداګرو لپاره په اړوندو سیمو کې د ګمرک او د افغانستان بانک څانګو نه شتون، د نفتي توکو د بېلګې لابراتوار نه شتوالي، د توکو غیرې معياري بارول او خالي کول، اصلي ستونزې دي. د هغه په وینا، د دې ستونزو سربیره له دې اړخه چې د هېواد په اقتصاد کې ډېره منفی اغیزه لړي، د اوسپنې پټلۍ له شبکې څخه هم د استهلاک سبب ګرځي.
ښاغلي غفوري زیاته کړه چې شته ننګونو ته په پام، د غوړه خدماتو د وړاندې کولو لپاره، اړتیا ده چې اړوندې ادارې له خصوصي سکتور څخه په همغژۍ عملي ګامونه اوچت کړي او له یادې طرحې سره سم خدمات وړاندې شي.
دغه راز د بلخ ولایت مالي او اداري مرستیال هم د حیرتان په بندر کې د ریل پټلۍ تم ځایونو کې تخنیکي او ټولنیزې ستونزې جدي وبللې او له اړونده ادارو سره يې د همکاریو ډاډ ورکړ.
ددې غونډې په پای کې پرېکړه وشوه، چې اړوندې ادارې خپل نظریات په رسمي توګه د پانګونې اسانتیا له برخې سره شریک کړي ترڅو د واګونونو د تراکم مخنیوي طرحه ژر تر ژره وروستۍ شي.