د ترکیې سفر؛ د افغان رېل پټلۍ ادارې مشر په کارابوک ښار کې د اوسپنې ویلي کولو کمپنۍ څخه لیدنه وکړه!

Sayed Zaher Mo…
شنبه ۱۴۰۲/۳/۱۳ - ۱۵:۳۶
دیدن از ذوب آهن

نن جمعه د رېل پټلۍ نړیوالې اتحادیې د منځني ختيځ څانګې (UIC RAME) د ٣١ مې غونډې له اجنډا سره سم، د افغان رېل پټلۍ ادارې مشر الحاج ملا بخت الرحمن شرافت او د بهرنیو اړیکو آمر عبدالمالک روحاني د "کاردمیر" اوسپنې ویلي کولو کمپنۍ څخه تخنیکي لیدنه وکړه.

له یادې کمپنۍ د لیدنې پرمهال له بیلابیلو تأسیساتو، تجهيزاتو او ماشینري څخه د نږدې لیدنې ترڅنګ د یادې کمپنۍ مشر ښاغلي سرکان اتامیر وویل چې دوی چمتو دي افغانستان سره د معدني موادو په مقابل کې افغانستان ته رېل تولید کړي او دوی دغه تجربه په نورو هیوادونو کې کړې ده او نتیجه یې مثبت ده.

د افغان رېل پټلۍ مشر ښاغلي شرافت د دوی وړاندیز ته په ځواب کې وویل چې په دغه وړاندیز به کابل کې بحث کیږي او د افغان حکومت د موافقې په صورت کې به مخ پر وړاندې ځو.

ذوب آهن


ياده دې وي چې کاردمیر کمپنۍ د سیمې په کچه د اوسپنې ویلي کولو مشهوره کمپنۍ ده، چې د رېل، د لوکوموتیو او درزین د ویلونو (بوژي) ترڅنګ د رېل پټلۍ اړوند بیلابیل تجهيزات توليدوي.

۱۲ جوزا ۱۴٠٢هـ.ش

وروستي خبرونه او راپورونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۲۸ - ۱۳:۰
Background image

تېرو دوو اونیو کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۵۱۴۹۵) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

تېرو دوو اونیو کې دحمل له ۱۰څخه دحمل تر ۲۳ مې) پورې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۵۱۴۹۵متریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۱۳۲۷۱ټنه، د آقینې اوسپنې پټلۍ. . .

شنبه ۱۴۰۳/۱/۱۸ - ۱۲:۱۴
Background image

د نېکمرغه کوچني اختر په مناسبت د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ القرآن و الحدیث مولوي هبة الله اخند زاده صاحب حفظه الله تعالی د مبارکۍ پیغام!

بسم الله الرحمن الرحیم
الحمد لله نحمده ونستعينه ونستغفره ونتوب إليه ونعوذ بالله من شرور أنفسنا ومن سيئات أعمالنا من يهده الله فلا مضل له ومن يضلل فلا هادي له وأشهد أن لا إله إلا الله. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۳ - ۱۴:۱۳
Background image

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې رهبرۍ او مل پلاوي د ازبکستان د ریل پټلۍ ادارې له معاون او مل پلاوي سره وکتل

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې رهبرۍ او مل پلاوي د ازبکستان هيواد د ریل پټلۍ ادارې له مرستيال او مل پلاوي سره د دوه اړخيزو ریلي همکاريو د پراختيا په تړاو خبرې وکړې.

په ليدنه کې د. . .

ټول