د داوطلبۍ د بلنې خبرتيا!
Publish Date
Closing Date
د "خواف-هرات د اوسپنې پټلۍ د درېمې قطعې په مسیر کې د دوو نویو امنیتي بیزونو جوړولو پروژه"؛
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره ټولو په شرایطو وړ داوطلبانو ته بلنه ورکوي، ترڅو د "خواف-هرات د اوسپنې پټلۍ د درېمې قطعې په مسیر کې د دوو نویو امنیتي بیزونو جوړولو" پروژه چې د ARA/1402/NCB/W-003 داوطلبۍ شمیرې لرونکې ده؛ د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي او شرطپاڼه د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې د تدارکاتو آمریت ۷-۱ شمیرې دفتر خونې څخه چې د کابل ښار په نهمه ناحیه ، شش درک عمومي سړک، د اتصالاتو کمپنۍ سایټ ته مخامخ - موقعیت لري؛ د سهار له ۳۰:۰۸ بجو څخه تر ماسپښین ۳۰:۰۳ بجو پورې؛ د فلش میموري په ذریعه ترلاسه کړي.
د شرطپاڼې اصول:
خپل سر تړلي وړانديزونه دې د ا.ا.ا تدارکاتو د کړنلارې او په شرطپاڼه کې د ذکر شویو شرایطو سره سم د خبرتیا د نېټې د خپرولو څخه تر (۲۱) تقویمي ورځو وروسته د دوشنبې په ورځ د ۱۶/۱۱/۱۴۰۲ نېټې د سهار په ۱۰:۰۰بجو د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې ته وسپاري، ناوخته رسیدلي او انټرنیټي آفرونه د منلو وړ نه دي.
د آفر تضمین د بانکي ګرنټي په ډول ۴۹۶،۳۰۰ څلور سوه شپږ نوي زره او درې سوه افغانۍ ده.
د آفر پرانيست غونډې جلسه: د دوشنبې په ورځ د ۱۶/۱۱/۱۴۰۲ نېټې د سهار په ۱۰:۰۰ بجو د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې د جلسو په تالار خونه کې چې په څلورم منزل کې شتون لري؛ دایریږي.
اړيکشمېره: 0202320942
بريښناليک پته: procurement.ara@gmail.com
یادونه: داوطلبان باید لږ تر لږه ۳۰ دقیقې مخکې د جلسې د شروع کیدو لپاره د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې ته تشریف راوړي.