له ایراني ریلي کنسرسیوم سره د خواف ـ هرات اوسپنې پټلۍ د ګټه اخیستنې قرارداد لاسلیک شو!
پرون ماښام کابل کانټینټل هوټل کې د ایران ـ افغانستان د پانګونې د فرصتونو غوڼدې په ترڅ کې چې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې عمومي رئیس ملا بخت الرحمن شرافت، د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي، د کرنې او مالدارۍ وزیر عطاءالله عمري په ګډون ګڼو امـارتي مسؤلینو، ایراني چارواکو، افغان او ایراني سوداګرو حضور درلود، له ایراني ریلي کنسرسیوم سره چې مشري یې مصطفی رضايي کوي، د خواف ـ هرات ۳مې ټوټې د ګټه اخیستنې قرارداد لاسلیک شو.
دغه مراسمو کې د نورو ګډونوالو ترڅنګ، د ادارې عمومي رئیس ښاغلي شرافت وینا وکړه او ټینګار یې وکړ چې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره د خواف ـ هرات اوسپنې پټلۍ پراختیا ته ځانګړې پاملرنه کوي. ښاغلي شرافت وویل: د خواف ـ هرات څلورمې ټوټې لومړي فاز د جوړولو چارې به راتلونکي اوونۍ کې پیل شي.
یاد قرارداد چې د ادارې په استازولي ښاغلي شرافت او د کنسرسیوم په استازولي ښاغلي رضايي لاسلیک کړ، له مخې به یې یاد کنسرسیوم د خواف ـ هرات اوسپنې پټلۍ د انتقالاتو عملیات ترسره کوي او یو شمېر تخنیکي پرسونل او لوکوموتیونه (ریل ګاډي)به تدارک کوي.
دغه قرارداد خورا ښه شرایط لري چې کولای شو افغان کارکوونکو ته د تجربو د انتقال او کم لګښت یادونه وکړو.
ایراني لوري دغه قرارداد کې تعهد کړی دی چې دوی به کم تر کمه لومړي کال کې له یاد مسیر څخه (۱۰۰،۰۰۰) سل زره متریک ټنه انتقالات ترسره کوي او هڅه کوي هر کال دغه کچه (۱۰۰،۰۰۰) متریک ټنه نوره هم لوړه کړي.
همدارنګه د دغه قرارداد په لاسلیک سره به د خواف ـ هرات ۳ مې ټوټې اوسپنې پټلۍ له لارې چې له ایران هېواد او د ایران اوسپنې پټلۍ شبکې تر تېرېدو ترکیې او اروپایي هېوادونو سره وصل ده، انتقالات په نورمال ډول روان وي.
۱۹ میزان ۱۴۰۲ هـ.ش.