په يوه اونۍ کې د ١١٤ زرو ټنه تجارتي مالونو ليږد
په دې ورستيو اونيو کې ليږ تر لږه ۱۱۴ زرو ۹۳۸ ټنه مالونه او خوراکي توکي، د حيرتان-مزارشريف، آقينې او تورغونډى د اوسپنې پټلۍ په واسطه زمونږ هيواد ته را وارد شوی دي.
دغه خوارکي توکي په ۱ زرو ۹۳۸ واګونونو لېږدول شوي دي، چې لويه برخه يې خوراکي توکي او همداراز نفتي، ودانيز او تجارتي مالونه دي.
وارد شوي توکي لکه؛ ۸ زره ۱۸۵ ټنه غنم، ۳۸ زره ۹۹۲ ټنه وړه، ۳ زرو ١٠٠ ټنه غوړي، ۳۶ زرو ۸۱۰ ټنه تيل، ۱۳ زرو ۲۰۲ ټنه اوبلن ګاز، ۹ زرو ۲۲۵ ټنه ساختماني او ويا ودانيز توکي او ٥ زرو ۳۴۵ ټنه دهيوادوالو نورې اړينې توکي دي.
دهيواد د اوسپنې پټلۍ اداره تل هڅه کړی تر څو دانتقالاتو بهېر د اوسپنې پټلۍ له لارې په منظم او له خنډ پرته تر سره شي، تر هغه چې داړين او اساسي توکي کمښت دهيواد په بازارونو کي مخنوی شوی وي.