په زمري میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۳۳۳،۲۱۹) مټریک ټنه انتقالات شوي دي!

Kalimullah Sah…
یکشنبه ۱۴۰۲/۶/۵ - ۱۴:۴۳
انتقالات

د ۱۴۰۲ زمري میاشت له لومړۍ نېټې د همدې میاشتې تر پایه د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې  (۳۳۳،۲۱۹) متریک ټنه انتقالات شوي دي.

 د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې (۲۵۴،۱۶۲) ټنه، د آقینې اوسپنې پټلۍ له لارې (۴۲،۶۲۸) ټنه او تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ له لارې (۳۶،۴۲۹) ټنه انتقالات چې ټولټال (۳۳۳،۲۱۹) ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر  شوي دي.

د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات او ټرانزیټ دي، په زمري میاشت کې له هېواد څخه (۱۵،۴۱۴) متریک ټنه صادرات او ټرانزیټ شوي چې د صادراتو لویه برخه د انارو جوس دي.د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره هڅه کوي ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته اړین سهولتونه چمتو کړي.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره

د نشراتو آمریت

۵وږی ۱۴۰۲ هـ.ش.

وروستي خبرونه او راپورونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۳۰ - ۱۴:۴۹
Background image

تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۰۵۲۷) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۳ هـ.ش. کال د ثور مياشتي له ۲۱مې څخه د ثور تر ۲۷مې) نېټې پورې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۰۵۲۷) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې (۴۸۹۲۱). . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۵ - ۱۵:۲۹
Background image

د نایب آباد سټېشن د پراختيا تفاهمنامه لاسليک شوه

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې د ازبکستان د ريل پټلۍ ادارې او کامګار شرکت سره د ثور په ۲۳مه د حيرتان بندر آړوند د نايب آباد سټېشن د پراختيا او معياري کېدو تفاهمنامه لاسليک کړه.

په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۵ - ۱۵:۱۲
Background image

تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۳۶۸۵) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۳ هـ.ش. کال د ثور مياشتي له ۱۴مې څخه د ثور تر ۲۰مې) نېټې پورې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۳۶۸۵) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې (۶۰۳۹۰). . .

ټول