د اوسپنې پټلۍ له لارى د توکو لېږد دوام؛ په وروستى اونۍ کې د ١٠٠ زرو ټنه تجارتي مالونو ليږد
په دې ورستيو اونيو کې ۹۷ زرو ۶۷۸ ټنه مالونه او خوراکي توکي، د حيرتان-مزارشريف، آقينې او تورغونډى د اوسپنې پټلۍ په واسطه زمونږ هيواد ته را وارد شوی دي.
دغه خوارکي توکي په ۱ زرو ۲۹۴ واګونونو لېږدول شوي دي، چې لويه برخه يې خوراکي توکي او همداراز نفتي، ودانيز او تجارتي مالونه دي.
وارد شوي توکي لکه؛ ۸ زره ۹۹۲ ټنه غنم، ۲۲ زره ۱۹۵ ټنه وړه، ۳ زرو ۲۳۰ ټنه غوړي، ۲۴ زرو ۱۲۳ ټنه تيل، ۵ زرو ۳۶۴ ټنه اوبلن ګاز، ۶ زرو ۵۷۳ ټنه ساختماني او ويا ودانيز توکي او ۸۳۶ زرو ټنه دهيوادوالو نورې اړينې توکي دي.