د افغانستان د اوسپنې پټلۍ خپلواکې ادارې او د جمهوري ریاست عالی مقام په حقوقي چارو کې د ستر سلاکار د دفتر تر مينځ کاري ناسته وشوه.
نن د لړم د میاشتې په ۶ مه نیټه د اوسپنې پټلۍ خپلواکې ادارې مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس میرزکوال او په حقوقي چارو کی د ولسمشرۍ ماڼۍ ستر سلاکار ښاغلي کبیر عیسی خیل تر مينځ کاری ناسته دایره شوه.
د اوسپنې پټلۍ خپلواکې ادارې مالي او اداري مرستیال د ریل پټلۍ د سټراټیژیکو پروژو پر اقتصادي اهمیت او د کار پر چټکتیا باندې هر اړخیزه رڼا واچوله او د هغه پروژو کارونه چی د تخنیکي ستونزو له کبله یې کارونه ولاړ دي د حقوقي چارو ستر سلاکار د همکارۍ او ملاتړ غوښنته یی وکړه
په پای کښې د ولسمشرۍ ماڼۍ ستر سلاکار کبیر عيسی خیل ډاډ څرګند کړ چې هغه پروژې چې د دوی دفتر ته د حقوقي موضوعاتو له کبله استول شوې دي ژر تر ژره نهايي او د تصمیم نیونې لپاره به یې د جلالتماب ولسمشر دفتر ته واستوي
ښاغلي عیسی خیل د اوسپنې پټلۍ ادارې سره د هر اړخیزې مرستې او همکارۍ ژمنه وکړه