د افغان ټرانس اوسپنې پټلۍ پروژې د تخنیکي – اقتصادي مطالعاتو (Feasibility Study) د پیل تفاهم لیک لاسلیک شو

Kalimullah Sah…
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱ - ۱۳:۲۷
افغان ترانس

ازبکستان ته د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې د عمومي رئیس ملا بخت الرحمن شرافت او مل پلاوي د سفر په جریان کې د افغان ټرانس اوسپنې پټلۍ پروژې د تخنیکي او اقتصادي مطالعاتو د پیل اړوند مهم تفاهم لیک د افغانستان، ازبکستان او متحده عربي اماراتو د مسؤلینو له لوري لاسلیک شو.

دغه تفاهم لیک چې د افغانستان له لوري ښاغلي شرافت، د ازبکستان له لوري د یاد هېواد د ټرانسپورټ وزیر ښاغلي میرزا موئین اوغلي او د متحده عربي اماراتو له لوري د (ADL Ulanish) شرکت رئیس ښاغلي الانیش لاسلیک کړ، په اساس به یې یاد شرکت د افغان ټرانس اوسپنې پټلۍ پروژې تخنیکي، اجتماعي او اقتصادي مطالعات (Feasibility Study)  په خپل مالي لگښت ترسره کوي او د دغه مطالعاتو نتایج به د افغانستان، ازبکستان او پاکستان هېوادونو له لوري په دغه مهمه پروژه کې د پانگونې د جذب په موخه له نړیوالو مالي بنسټونو، هېوادونو او سوداگرو سره شریکوي.

همدارنگه دغه مراسمو کې وپتیل شوه چې سبا ورځ به د افغانستان، ازبکستان او عربي متحده اماراتو هیئتونه په تاشکند ښار کې په آنلاین ډول د دې پروژې په اړه له پاکستاني او قطري چارواکو سره خبرې وکړي.

یاده دې وي چې د افغان ټرانس اوسپنې پټلۍ مهمه پروژه چې د افغانستان له خاورې په تېرېدو د اوسپنې پټلۍ له لارې منځنۍ اسیا له جنوبي اسیا سره وصلوي، له مزارشریف څخه پیل او د۶۴۷ کیلومتره په اوږدوالي له سمنگان-بغلان – بامیان - میدان وردگ- لوگر او پکتیا ولایتونو څخه په تیریدلو سره د پکتیا ولایت په ډنډ پټان ولسوالۍ کې له پاکستان هیواد سره نښلي.

دغه پروژه له کلونو راهیسې تر بحث لاندې وه، چې تر فتحې وروسته یې ابتدایي سروې د افغانستان، ازبکستان او پاکستان اوسپنې پټلۍ تخنیکي ټیمونو له لوري په بریالیتوب سره ترسره، د ا.ا.ا کابینې له لوري یې مسیر تأیید، د چارو د پرمختگ لپاره یې یو کلن عملیاتي پلان لاسلیک او ابتدایي مطالعات (Pre- Feasibility Study)  ترسره شوه، چې په واضح ډول د دې مهمې پروژې د عملي کېدو اړوند د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې او په ټوله کې د ا.ا.ا تعهد او جدیت ښیي.

همدارنگه د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره یو ځل بیا هېوادونو، نړیوالو مالي بنسټونو او سوداگرو ته بلنه ورکوي څو د افغانستان د اوسپنې پټلۍ پروژو کې پانگونه وکړي او خپله دنده بولي چې پانگوالو ته د پانگونې په موخه اړین تسهیلات رامنځ ته کړي.

۹ شعبان ۱۴۴۵ هـ.ق.

۱حوت ۱۴۰۲ هـ.ش.

آخرین خبرها و گزارش‌ها

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۳۰ - ۱۴:۴۴
Background image

هفته گذشته از طریق خط آهن (۷۰۵۲۷) متریک تُن انتقالات صورت گرفته است

در هفته گذشته از تاریخ (۲۱ ثور ۱۴۰۳ هـ.ش. الی ۲۷ ثور) از طریق خطوط آهن افغانستان (۷۰۵۲۷) متریک تُن انتقالات صورت گرفته است.

در این میان از طریق بندر حیرتان (۴۸۹۲۱) تُن، بندر آقینه (۸۲۸. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۵ - ۱۵:۲۱
Background image

هفته گذشته از طریق خط آهن (۷۳۶۸۵) متریک تُن انتقالات صورت گرفته است

در هفته گذشته از تاریخ (۱۴ ثور ۱۴۰۳ هـ.ش. الی ۲۰ ثور) از طریق خطوط آهن افغانستان (۷۳۶۸۵) متریک تُن انتقالات صورت گرفته است.

در این میان از طریق بندر حیرتان (۶۰۳۹۰) تُن، بندر آقینه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۰ - ۱۲:۳۶
Background image

در برج حمل از طریق خط آهن (۳۵۲۹۴۰) متریک تُن انتقالات صورت گرفته است

از آغاز الی ختم ماه حمل ۱۴۰۳ هـ.ش از طریق خطوط آهن افغانستان (۳۵۲۹۴۰) متریک تُن انتقالات صورت گرفته است.

در این میان از طریق خط آهن حیرتان (۲۶۸۹۳۶) تُن، خط آهن آقینه (۳۹۷۰۳) تُن، خط. . .

BACK TO NEWS