د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې، مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس میرزکوال د جمهوري ریاست د لوړ مقام د دفتر عمومي رئیس محمد شاکر کارګر سره ولیدل.
په دې لیدنه کې په هېواد کې د اوسپنې پټلۍ د سلیپر تولیداتو او د اوزبیکستان جمهوري دولت لخوا د اوسپنې پټلۍ د سکتور په برخه کې د افغان کادرونو د روزلو پر همکارۍ او نورو اړوند مسایلو خبرې وشوې.