الحاج ملا بخت الرحمن شرافت: ټول دولتي بنسټونه مسلکي کسانو ته آړتيا لري

Kalimullah Sah…
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۶ - ۱۵:۲۹
تړون

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ملي ادارې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې په ګډون د پنځو کورنیو او بهرنیو بنسټونو سره په بېلابېلو برخو کې هېوادوالو ته د حرفوي او مسلکي زده‌کړو زمینې برابرولو په موخه د ۱.۶ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.

د اوسپنې پټلۍ ادارې سرپرست الحاج ملا بخت الرحمن شرافت د اطلاعاتو او رسنيو مرکز کې ددغه تړون د لاسليک کولو پرمهال وويل، چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره د اوسپنې پټلۍ ادارې سره تل همکاره ده او ددغه تړون په امضا کولو سره به د دواړو بنسټونو ترمنځ همکارۍ لا زیاتې شي.

نوموړي زياته کړه، لکه څنګه چې ټول دولتي بنسټونه تخنیکي او مسلکي کسانو ته اړتیا لري، په همدې موخه يې د تخنیکي او مسلکي زده‌‌کړو ملي ادارې په مرسته د اوسپنې پټلۍ ادارې کارکوونکو ته د ظرفیت لوړولو زمینه برابره کړې ده.

ددغو هوکړه ليکونو له مخې، به په ځینو ولايتونو کې ګڼ شمېر کسانو ته د تحصيلي بورسونو له لارې د تخنيکي او مسلکي لنډمهاله او منځمهاله زده کړو زمینه برابره شي.

د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې کارکوونکو ته په به بهر او هيواد دننه کې د تخنيکي، مسلکي او ظرفيت لوړونې په برخو کې د لنډمهاله او منځمهاله زده کړو زمينه برابره کړې وه.

وروستي خبرونه او راپورونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۵ - ۱۵:۲۹
Background image

د نایب آباد سټېشن د پراختيا تفاهمنامه لاسليک شوه

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې د ازبکستان د ريل پټلۍ ادارې او کامګار شرکت سره د ثور په ۲۳مه د حيرتان بندر آړوند د نايب آباد سټېشن د پراختيا او معياري کېدو تفاهمنامه لاسليک کړه.

په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۵ - ۱۵:۱۲
Background image

تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۳۶۸۵) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۳ هـ.ش. کال د ثور مياشتي له ۱۴مې څخه د ثور تر ۲۰مې) نېټې پورې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۳۶۸۵) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې (۶۰۳۹۰). . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۰ - ۱۲:۴۱
Background image

په حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۳۵۲۹۴۰) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

د ۱۴۰۳ هـ.ش کال د حمل میاشتې له لومړۍ نېټې د همدې میاشتې تر پایه د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې (۳۵۲۹۴۰) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې (۲۶۸۹۳۶) ټنه، د. . .

ټول