تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۱۴۶۶۶) مټریک ټنه انتقالات شوي دي!
تېره اوونۍ کې (د جدې له ۲ مې د جدې تر ۸ مې نېټې) د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۱۴۶۶۶) متریک ټنه انتقالات شوي دي.
د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۹۹۱۳) ټنه، د آقینې اوسپنې پټلۍ له لارې (۴۴۲۸) ټنه او تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ له لارې (۳۰۳۲۵) ټنه انتقالات چې ټولټال (۱۱۴۶۶۶) ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.
د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي، په تیره اوونۍ کې (۴۸۰۱) ټنه صادرات شوي چې لویه برخه یې وچه مېوه ده.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره هڅه کوي ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته اړین سهولتونه چمتو کړي.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره
د نشراتو آمریت
۱۰/۱۰/۱۴۰۱هـ.ش.