د افغانستان د اوسپنې پټلۍ سرپرست او مل پلاوي ازبکستان ته سفر وکړ
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ سرپرست او مل پلاوي افغان-ټرانس غونډه کې د ګډون په موخه ازبکستان ته سفر وکړ.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ سرپرست الحاج ملا بخت الرحمن شرافت او مل پلاوي پرون يکشنبه د دلوې په ۲۹مه په افغان-ټرانس غونډه کې د ګډون او دوه اړخيزه ريلي همکاريو د پراختيا په موخه د ازبکستان پلازمېنې تاشکند ته په سفر ولاړ.
ددې سفر په ترڅ کې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ سرپرست او مل پلاوي د حيرتان اداري تعمير له رغنیزو چارو او ازبکستان د ترميز ريل پټلۍ ستيشن له مختلفو برخو څخه هم ليدنې ترسره کړي دي.
ټاکل شوې ده، د افغان-ټرانس پروژې راتلونکې غونډه نن دوشنبه د فبرورۍ په ۱۹مه د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د افغانستان، پاکستان، ازبکستان او عربي متحده اماراتو د آستازو په منځګړيتوب جوړه شي.