د افغانستان لوړ رتبه اقتصادي هيئت د ازبکستان هيواد له مشترک بازار څخه ليدنه وکړه
ياده ليدنه چې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر الحاج نورالدین عزیزي په مشرۍ ترسره شوه، پکې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې سرپرست ښاغلي الحاج ملا بخت الرحمن شرافت، د بلخ والي ښاغلي حاجي محمد یوسف وفا، د ریاست الوزراء د اقتصادي معاونیت ارشد مشاور حاجي محمد ابراهیم حکمت او ګڼ شمېر نورو لوړپوړو دولتي مسؤلینو ګډون درلود.
ازبکستاني لورې ددغه هیواد د مشترک بازار چې ددې هيواد په سرحد باندې موقعیت لري، ډاډ ورکړ، چې ياد بازار له جغرافیوي او سیاسي آړخه زموږ، خو له اقتصادي پلوه د ګاونډي هیواد افغانستان مشترک بازار دی.
ياد بازار د افغانستان-ازبکستان ترمنځ یو لوی ازاد تجارتي بازار دی، چې پکې د دواړو هیوادونو سوداګرو ته آړين او لازم سهولتونه رامنځ ته سوي دي؛ هيوادوال کولای سي، دغه بازار کې په کال کې څلور ځله خپل صنعتي توکې نندارې ته وړاندې کړي.