د اوسپنې پټلۍ پروژو پر غوره پلي کولو او د ډاډمن امنیت پر ټینګښت یې ټینګار وشو

Sayed Zaher Mo…
دوشنبه ۱۴۰۰/۳/۳۱ - ۱۴:۵۱
جلسه امنیتی

د افغانستان اوسپنې پټلۍ عمومي رییس ښاغلي ولی خان شبګیر تر مشرۍ لاندې ناسته کې چې د عامه ساتنې ملي تصدي سرپرست ښاغلي مل پاسوال احمدفیصل الله‌داد او د INKON KZ قزاقستانی شرکت رییس ښاغلي تیمور ممیربکوف په کې ګډون کړی وو، د اوسپنې پټلۍ پروژو پر غوره پلي کول او امنیت ټینګښت په تړاو، خبرې اترې وشوې.

په دې ناسته کې چې د دې ادارې تخنیکي او عملیاتي مرستیالانو هم حضور درلود، ښاغلي شبګیر د اوسپنې پټلۍ د پروژو پر ښه او پر وخت پلي کولو او د غوره امنیت پر ټینګښت په ځانګړي توګه د خواف – هرات پروژې د څلوروم قطعې په لومړي فاز ټینګار وکړ.

د عامه ساتنې ملي تصدۍ ژمنه وکړه چې په سیمه کې به نور امنیتي ځواکونو د امنیت د ټینګښت په موخه ځای پر ځای کړي همداراز د قراردادي شرکت ډاډ وړکړ ل شو چې د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ پروژې چاري به پر وخت بشپړې کړي.

وروستي خبرونه او راپورونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۳۰ - ۱۴:۴۹
Background image

تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۰۵۲۷) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۳ هـ.ش. کال د ثور مياشتي له ۲۱مې څخه د ثور تر ۲۷مې) نېټې پورې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۰۵۲۷) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې (۴۸۹۲۱). . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۵ - ۱۵:۲۹
Background image

د نایب آباد سټېشن د پراختيا تفاهمنامه لاسليک شوه

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې د ازبکستان د ريل پټلۍ ادارې او کامګار شرکت سره د ثور په ۲۳مه د حيرتان بندر آړوند د نايب آباد سټېشن د پراختيا او معياري کېدو تفاهمنامه لاسليک کړه.

په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۵ - ۱۵:۱۲
Background image

تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۳۶۸۵) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۳ هـ.ش. کال د ثور مياشتي له ۱۴مې څخه د ثور تر ۲۰مې) نېټې پورې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۳۶۸۵) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې (۶۰۳۹۰). . .

ټول