د اوسپنې پټلۍ ادارې سرپرست الحاج ملا بخت الرحمن شرافت د پاکستان اوسپنې پټلۍ له مرستیال سره وکتل!

Sayed Zaher Mo…
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۳ - ۲۰:۴۳
افغان ترانس

د پاکستان هېواد په رسمي بلنه تېره ورځ د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې سرپرست الحاج ملا بخت الرحمن شرافت دغه هېواد ته سفر وکړ او نن سه شنبې یې د یاد هېواد د اوسپنې پټلۍ وزارت له مرستیال ښاغلي ظفر زمان رانجا سره وکتل.

دغه ناسته کې چې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې ارشد مشاور ښاغلي میرویس غفوري هم گډون درلود، د افغان ټرانس اوسپنې پټلۍ اړوند مفصل بحثونه وشول.

ښاغلي شرافت پاکستاني لوري ته ډاډ ورکړ چې افغان لوری د افغان ټرانس اوسپنې پټلۍ د تخنیکي مطالعاتو لپاره پوره چمتوالی لري.

پاکستاني لوري څرگنده کړه چې دوی تخنيکي مطالعاتو ته د چمتوالي ترڅنگ، تعهد لري چې له ازبکستان هېواد سره په گډه د تخنيکي مطالعاتو لگښت ورکړي.

همداراز په دې ناسته کې د اوسپنې پټلۍ اړوند دوه اړخیزه همکاریو باندې هم بحث وشو. دواړو لوریو د لا ډیرو همکاریو ډاډ ورکړ.

یاده دې وي چې افغان ټرانس اوسپنه پټلۍ له مزارشریف پیل او تر تورخم پورې رسیږي چې د افغانستان له خاورې مرکزي اسیا له جنوبي اسیا سره وصلوي او په عملي کېدلو یې هېواد ته ډیرې گټې رسیږي.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره

د نشراتو امریت

۱۳/۱۰/۱۴۰۱ هـ.ش.

وروستي خبرونه او راپورونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۹ - ۹:۲۷
Background image

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې نوبتي غونډه دايره شوه

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې دوه ورځنۍ نوبتي غونډه د ثور په ۵مه او ۸مه د ادارې د عمومي رئيس الحاج ملا بخت الرحمن شرافت په مشرۍ ترسره شوه.

غونډه چې د قران الکريم په مبارکو ايتونو پيل. . .

شنبه ۱۴۰۳/۲/۸ - ۱۶:۳۰
Background image

تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۸۲۸۱۳) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۳ هـ.ش. کال د حمل مياشتي له ۳۱مې څخه د ثور تر ۶مې) نېټې پورې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې (۸۲۸۱۳) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې (۶۸۲. . .

شنبه ۱۴۰۳/۲/۸ - ۱۳:۴۲
Background image

د فارياب د اوسپنې پټلۍ رئيس د اړوند ارګانونو له ځايي مسوولينو سره وکتل

د فارياب د اوسپنې پټلۍ رئيس ښاغلي عبدالنصير شيخ زاده او اړوند ارګانونو د ځايي مسوولينو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه.

ياده ناسته چې د ثور په ۶مه په آقينې بندر کې ترسره شوه، پکې ددغه. . .

ټول