تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۶۸۸۹) مټریک ټنه انتقالات شوي دي!
تېره اوونۍ کې (د تلې له ۱۴ تر ۲۰مې) د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۶۸۸۹) متریک ټنه انتقالات شوي دي.
د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې (۶۲۰۱۶) ټنه، د آقینې اوسپنې پټلۍ له لارې (۲۷۹۸) ټنه، خواف - هرات (۲۱۵۵) ټنه او تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ له لارې (۹۹۲۰) ټنه انتقالات چې ټولټال (۷۶۸۸۹) ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.
د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات او ټرانزیټ دي، په تیره اوونۍ کې (۶۵۴) ټنه صادرات او ټرانزیټ شوی چې لویه برخه یې د انارو جوس دي.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره هڅه کوي ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته اړین سهولتونه چمتو کړي.
د نشراتو آمریت
۲۲ میزان ۱۴۰۲ هـ.ش.