تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۴۳۳۸۴) مټریک ټنه انتقالات شوي دي
تېره اوونۍ کې (د زمري له ۲۸ د وږي تر ۳ مې) د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې (۴۳۳۸۴)متریک ټنه انتقالات شوي دي.
د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې (۲۲۷۳۶) ټنه، د آقینې اوسپنې پټلۍ له لارې (۵۶۸۲) ټنه او تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۰۹۲۰) ټنه واردات چې ټولټال (۳۹۳۳۸) ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد شوي دي.
همداراز تېره اوونۍ کې ټولټال (۴۰۴۶) ټنه صادرات شوي دي. چې لویه برخه یې وچه مېوه او ممیز دي.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره هڅه کوي ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته اړین سهولتونه چمتو کړي.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره
د نشراتو آمریت
۰۵/۰۶/۱۴۰۱هـ.ش.