د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې رهبرۍ او مل پلاوي د ازبکستان د ریل پټلۍ ادارې له معاون او مل پلاوي سره وکتل
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې رهبرۍ او مل پلاوي د ازبکستان هيواد د ریل پټلۍ ادارې له مرستيال او مل پلاوي سره د دوه اړخيزو ریلي همکاريو د پراختيا په تړاو خبرې وکړې.
په ليدنه کې د افغانستان له لورې د اوسپنې پټلۍ ادارې عمومي رئيس ښاغلي الحاج ملا بخت الرحمن شرافت، مالي او اداري مرستيال سيد محمد نعيم محمدي، تخنيکي مرستيال ديپلوم انجنير عبدالباري صديقي او د ازبکستان له لورې ددې هيواد د ریل پټلۍ ادارې مرستيال ښاغلي حکمت الله رحمت اوف او د پروژه سازۍ رئیس اميدالله ايرګشوف ګډون درلود.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې عمومي رئيس ښاغلي شرافت او مل پلاوي د ازبکستان هيواد د ریل پټلۍ ادارې مرستيال او مل پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل، خوښ يو، چې افغانستان د يو ښه ګاونډي په توګه د ازبکستان هيواد سره دوه اړخيزه ریلي همکارۍ لري.
د ازبکستان هيواد د ریل پټلۍ ادارې مرستيال ښاغلي رحمت اوف وويل، چې هيواد يې غواړي د افغان ټرانس په څېر د سترو ریلي پروژو په تطبيق کې خپله ځانګړې ونډه واخلي.
نوموړي زياته کړه، ددې ترڅنګ ازبکستان غواړي د ریلي تعرفو په ۵۰ سلنه کمښت سره د افغانستان د ریل پټلۍ له لارې انتقالات زيات او ټرانزیټي بهير ته وده ورکړي.
د کتنې په وروستيو کې د ازبکستان څخه راغلي پلاوي ژمنه وکړه، چې د حيرتان-مزارشريف مسیر په نايب اباد سټيشن کې به د تازه ميوو او سبزيجاتو لپاره د تخليې او بارګيرۍ په موخه مجهز ساتنځای هم جوړ کړي، ترڅو د افغانستان تازه مېوه او سبزيجات له ځنډ او خرابوالي پرته منځنۍ اسيا، اروپا او بهرنیو هېوادونو ته صادر شي.