د افغانستان د اوسپنې پټلۍ خپلواکې ادارې او مالیې وزارت ترمینځ د همغږۍ او همکارۍ په پار غونډه تر سره شوه

Sayed Zaher Mo…
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۶/۲۵ - ۱۴:۵۲
مالیی

د افغانستان اوسپنې پټلۍ خپلواکې ادارې او مالیې وزارت ترمنځ د لا همغږۍ او همکارۍ ناسته وشوه. د افغانستان اوسپنې پټلۍ خپلواکې ادارې مالي او اداري مرستیال ښاغلی میرویس میرزکوال، د مالیي وزارت مالي چاور مرستیال ښاغلی حبیب ځدران او د یاد وزارت یو شمېر رییسانو په کې ګډون کړی وو.

دغه ناسته چې په مالیه وزارت کې جوړه شوی وه، د افغانستان اوسپنې پټلۍ خپلواکې ادارې، مالي او اداري مرستیال د دې ادارې د مالي او حسابي ستونزو ، بودجې، ننګونو او د چارو ښه والې لپاره هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او د مالیي وزارت څخه یې د جدي پاملرنې غوښتنه وکړه.

هغه و ویل، د افغانستان اوسپنې پټلۍ خپلواکې اداره یوه له هغه مهمو او عایداتي ادارو څخه ده چې د یادې ادارې د اوسپنې پټلۍ پروژو پر وخت پلي کېدو او د لېږدونی عملیات بهېر د ښه تر سره کېدو او د مختلفو پروژه د تسهیلاتو برابره ولو لپاره، د مالیې وزارت همکارې او مرستې باندې ټینګار وکړ.

ښاغلی میرزکوال زیاته کړه چې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ خپلواکې ادارې په تېر مالي کال د دوو میلیارد او ۵۰۰ میلیونو زیاته افغانۍ عواید را ټول کړی و چې د ټاکل شوی هدف شاوخوا ۹۷ سلنه يې ترلاسه کړی ده او همدارنګه یې د روان مالی کال عوایدو په باب ړنا واچوله.

د مالیې وزارت مالی چارو مرستیال د افغانستان د اوسپنې خپلواکې ادارې د وړاندیزونو اوریدو وروسته، ژمنه وکړه چې د یادې ادارې د اړتیاو پوره کولو لپاره به لازم اقدامات وکړي او زیاته یې کړه چې د مالیې وزارت هڅه کوي چې هغه ادارې چې د افغانستان ملی بودجې ته عواید راوړي ځانګرې پاملرنه وکړي.

د نومووړي په وینا چې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ خپلواکې ادارې په ګدون هغه عایداتې ادارې چې د عوایدو په راټولولو کې رغنده ونډه لري د مالیې وزارت لخوا د تشویق او هڅونې په پار، ځانګری برنامي په پام کې لري.

وروستي خبرونه او راپورونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۴ - ۹:۲۰
Background image

تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۴۰۲۹) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

 تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۳ هـ.ش. کال د حمل مياشتي له ۲۴مې څخه د حمل تر ۳۰مې) نېټې پورې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۴۰۲۹) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې (۵. . .

شنبه ۱۴۰۳/۲/۱ - ۱۵:۳۹
Background image

د روزنک اوسپنې پټلۍ سټيشن څخه ترکیې ته 1100 مټریک ټنه صادرات ترسره شول

تېره جمعه د حمل په 31مه د روزنک اوسپنې پټلۍ له لارې ترکیې هیواد ته 1100 مټریک ټنه د معدني ډبرو صادرات ترسره شول.

په يادو صادراتو کې د تالک معدني ډبره شامله وه، چې د ترکیې هيواد مرسينګ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۲۸ - ۱۳:۰
Background image

تېرو دوو اونیو کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۵۱۴۹۵) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

تېرو دوو اونیو کې دحمل له ۱۰څخه دحمل تر ۲۳ مې) پورې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۵۱۴۹۵متریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۱۳۲۷۱ټنه، د آقینې اوسپنې پټلۍ. . .

ټول