د اوسپنې پټلۍ له لاري اندخوی سټيشن ته د تجارتي مالونو لیږد پیل کیږي
د فاریاب ولایت د اوسپنې پټلۍ ریاست رئیس ښاغلي مولوي عبدالنصیر شیخ زاده له ځايي تجارانو سره اندخوی سټيشن ته د انتقالات په لیږد او د یاد سټيشن د فعالیت په اړه ناسته وکړه.
په ناسته کي د اقینې بندر اړوند د تجارتي شرکتونو استازو او یو شمیر نورو تجاراتو ګډون کړی وو، د ناستي ګډون والو د اندخوی سټیشن په فعالیدلو او هلته د تجارتي مالونو په لیږد خوښي وښودله او زیاته يې کړه، چي د اندخوی سټیشن فعالیدل به تجاراتو ته لا زیات سهولتونه را منځ ته کړي.
د یادوني وړ ده، چي اندخوی سټيشن چي له اقینې بندر څخه تقریبا ۳۰ کیلومتره فاصله لري، په دې وروستیو کي ترمیم او ګټي اخیستني ته وسپارل شو.