د تدارکاتو د خبرتیا اعلان!
Publish Date
Closing Date
P_01 شمیره فورم:
د ۱۴۰۲ مالي کال لپاره د اړتیا وړ " ۳۲ پایې ډسکټاپ مکمل الاسباب کمپیوټرونو پيرل"؛
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره ټولو په شرایطو وړ داوطلبانو ته بلنه ورکوي تر څو د ۱۴۰۲ مالي کال لپاره د اړتیا وړ " ۳۲ پایې ډسکټاپ مکمل الاسباب کمپیوټرونو " پروژه چې د ARA/1402/NCB/G-003 شمیري لرونکې ده د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي او شرطپاڼه د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې د تدارکاتو آمریت ۷-۱ شمیرې دفتر خونې څخه چې د کابل ښار په نهمه ناحیه ، شش درک عمومی سړک ، د اتصالاتو کمپنۍ سایټ ته مخامخ - موقعیت لري؛ د سهار له ۳۰:۰۸ بجو څخه تر ماسپښین ۳۰:۰۳ بجو پورې؛ د فلش، میموری په ذریعه تر لاسه کړي د تدارکاتو د کړنلارې او په شرطپاڼه کې د ذکر شویو شرایطو سره سم دې خپل آفرونه په سر تړلي توګه د خبرتیا د نېټې د خبرولو څخه تر (۲۱) تقویمي ورځو وروسته د څلور نۍ په ورځ د۰۱/۰۶/۱۴۰۲ نېټه د سهار په ۱۰:۰۰بجو د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې ته راوړي ، ناوخته رسیدلي او انټرنیټي آفرونه د منلو وړ ندي.
د آفر تضمین د بانکي ګرنټی په ډول ۶۵،۵۰۰ پنځه شپیته زره او پنځه سوه افغانی ده، د آفر پرانسېت غونډې جلسه د څلور نۍ په ورځ د ۰۱/۰۶/۱۴۰۲ نېټه د سهار په ۱۰:۰۰ بجو د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې د جلسو په تالار خونه چې په څلورم منزل کې شتون لری دایریږي.
د اړيکې شمېرې: 0202320943 او 0771920846
د بريښناليک پته : procurement.ara@gmail.com
یادونه: داوطلبان باید لږ تر لږه ۳۰ دقیقې مخکې د جلسې د شروع کیدو د افغانستان د اوسپنې پټلې ادارې ته تشریف راوړي.