په تېره جدي میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۳۸۶۶۴۹) مټریک ټنه انتقالات شوي دي
د ۱۴۰۲ هـ.ش کال د جدي میاشتې له لومړۍ نېټې د همدې میاشتې تر پایه د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې (۳۸۶۶۴۹) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.
د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې (۲۹۵۲۴۱) ټنه، د آقینې اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۷۶۱۶) ټنه او د تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۳۷۹۲) ټنه انتقالات چې ټولټال (۳۸۶۶۴۸) ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.
د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات او ټرانزیټ دي، په قوس میاشت کې له هېواد څخه (۳۰۰۲) مټریک ټنه صادرات او ټرانزیټ شوي چې د صادراتو لویه برخه وچه مېوه او د آنارو جوس دي.
د يادونې وړ ده، چې د ۱۴۰۲ هـ.ش. کال د قوس مياشتې آرقامو ته په کتو د تېرې جدي مياشتې په انتقالاتو کې ۶ سلنه زياتوالی راغلی دی.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره هڅه کوي ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته اړین سهولتونه چمتو کړي.
د نشراتو آمریت
۴ دلو ۱۴۰۲ هـ.ش.
۱۲ رجب المرجب ۱۴۴۵ هـ.ق