په غبرګولي میاشت کې د ٤٠٠ زرو زيات ټنه سوداګریزو مالونو ليږد

Sayed Zaher Mo…
دوشنبه ۱۳۹۹/۴/۲ - ۸:۳۶
خط آهن

د اوسپنې پټلۍ له لارې هېواد ته د توکو د لېږد بهیر روان دی. د ۱۳۹۹ کال په غبرګولي میاشت کې تر ۷ زرو ٣٣٨ د توکو واګونونه په حیرتان- مزار شریف، تورغونډۍ او آقینې تمځایونو کې خالي او بار شوي دي.

دغو واګونونو شاوخوا ٤٢٢ زرو ٧٤٤ ټنه مالونه هیواد ته وارد کړي، چې یوازې ١٨٧ زرو ٥٠٠ ټنه یې د غنمو، اوړو او غوړیو په ګډون غذایي مواد تشکیلوي.

 د پاتې توکو له ډلې ١٩٣ زرو ٩١٥ ټنه نفتي مواد او زياتو ٣٧ زره یې ساختماني او نور د اړتیا وړ توکي دي.

که څه هم د کرونا بحران ځمکنی او هوایي ټرانسپورټ آغېزمن کړی خو د اوسپنې پټلۍ له لارې هېواد ته د توکو واردات حتی د رخصتۍ په ورځو کې هم په عادي ډول دوام لري.

د افغانستان اوسپنې پټلۍ اداره هڅه کوي چې له شته امکاناتو څخه په ګټې اخیستنې، هېواد ته د لومړنیو توکو په واردولو کې خپل فعالیتونه په منظم ډول ترسره کړي.

وروستي خبرونه او راپورونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۴ - ۹:۲۰
Background image

تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۴۰۲۹) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

 تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۳ هـ.ش. کال د حمل مياشتي له ۲۴مې څخه د حمل تر ۳۰مې) نېټې پورې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۴۰۲۹) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې (۵. . .

شنبه ۱۴۰۳/۲/۱ - ۱۵:۳۹
Background image

د روزنک اوسپنې پټلۍ سټيشن څخه ترکیې ته 1100 مټریک ټنه صادرات ترسره شول

تېره جمعه د حمل په 31مه د روزنک اوسپنې پټلۍ له لارې ترکیې هیواد ته 1100 مټریک ټنه د معدني ډبرو صادرات ترسره شول.

په يادو صادراتو کې د تالک معدني ډبره شامله وه، چې د ترکیې هيواد مرسينګ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۲۸ - ۱۳:۰
Background image

تېرو دوو اونیو کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۵۱۴۹۵) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

تېرو دوو اونیو کې دحمل له ۱۰څخه دحمل تر ۲۳ مې) پورې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۵۱۴۹۵متریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۱۳۲۷۱ټنه، د آقینې اوسپنې پټلۍ. . .

ټول