چينايي پانګوال: په افغانستان کې د اوسپنې پټلۍ په برخه کې پانګونه زموږ لومړيتوب دی

Kalimullah Sah…
شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۵ - ۹:۴۲
هرات

د هرات د اوسپنې پټلۍ رئیس د حوت په ۳مه ددې رياست د تخنيکي ټيم په شتون کې د معدنونو د استخراج او پروسس په برخه کې د (يون لونګ زيرن) چينايي شرکت له استازي سره وکتل.

د هرات د اوسپنې پټلۍ رئیس ښاغلي مفتي محمد نسيم محمدي د (يون لونګ زيرن) شرکت استازي ښاغلي (ونکسشويه) ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل، اوسمهال په افغانستان په ځانګړي ډول هرات کې د معدنونو د استخراج او پروسس ترڅنګ د اوسپنې پټلۍ په برخه کې چينايي پانګوالو ته د پانګونې لپاره بهترين فرصتونه موجود دي، نو په همدې اساس بايد چينايي پانګوال ددې مهم فرصت څخه په استفادې دلته د اوسپنې پټلۍ په برخه پر پانګونې خپل تمرکز زیات کړي.

د (يون لونګ زيرن) شرکت استازي د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې له وروستيو فعالیتونو خوښي وښودله او د اوسپنې پټلۍ پراختيا يې د سيمې او نړۍ سره د افغانستان د نښلولو لپاره اساسي کيلي وګڼله.

هغه زياته کړه، چې په افغانستان کې د اوسپنې پټلۍ په برخه کې پانګونه يې لومړيتوب دی او ياده موضوع به ددې شرکت له رهبرۍ سره هم شريکه کړي.

د يادونې وړ ده، چې د ياد شرکت استازي هرات ولايت ته د فولادو د توليد په برخه کې د ۳ ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت د يوې پروژې د سروې په موخه سفر کړی وو، چې وروسته به د پانګونې دا کچه تر ۱۰۰ ميليونه امريکايي ډالرو پورې لوړوي.

وروستي خبرونه او راپورونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۹ - ۹:۲۷
Background image

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې نوبتي غونډه دايره شوه

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې دوه ورځنۍ نوبتي غونډه د ثور په ۵مه او ۸مه د ادارې د عمومي رئيس الحاج ملا بخت الرحمن شرافت په مشرۍ ترسره شوه.

غونډه چې د قران الکريم په مبارکو ايتونو پيل. . .

شنبه ۱۴۰۳/۲/۸ - ۱۶:۳۰
Background image

تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۸۲۸۱۳) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۳ هـ.ش. کال د حمل مياشتي له ۳۱مې څخه د ثور تر ۶مې) نېټې پورې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې (۸۲۸۱۳) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې (۶۸۲. . .

شنبه ۱۴۰۳/۲/۸ - ۱۳:۴۲
Background image

د فارياب د اوسپنې پټلۍ رئيس د اړوند ارګانونو له ځايي مسوولينو سره وکتل

د فارياب د اوسپنې پټلۍ رئيس ښاغلي عبدالنصير شيخ زاده او اړوند ارګانونو د ځايي مسوولينو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه.

ياده ناسته چې د ثور په ۶مه په آقينې بندر کې ترسره شوه، پکې ددغه. . .

ټول