چین ته د افغانستان د جنغوزیو د صادراتو د تړون د پلي کېدو لپاره د همغږۍ جلسه

Sayed Zaher Mo…
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۲۳ - ۱۴:۳۰
جلسه هماهنگی جلغوزه

د رېل له لارې چین هېواد ته د افغانستان د جنغوزیو د صادراتو د 2.2 میلیارد ډالرو د تړون د پلي کېدو لپاره د آسانتیاوو د همغږۍ جلسه د یکشنبې په ورځ ( سلواغې ۱۳مه) د اړوندو ادارو د استازو په حضور کې ترسره شوه.

په دغه ناسته کې د هېواد د اوسپنې پټلۍ  ادارې مرستیال عبدالباري صدیقي، د حیرتان بندر د رېل پټلۍ له لارې د چین بازارونو ته د افغانستان د جنغوزیو د لېږد په اړه د خپلې ادارې له اړخه ډاډ ورکړ او په حیرتان بندر کې یې د آسانتیاوو او امکاناتو د زیاتوالي  غوښتنه وکړه.

جلسه هماهنگی صادرات جلغوزه به چین

د چارو ادارې عمومي ریاست تخنیکي مرستیال خان ولي خان بشرمل، د یاد تړون د پلې کېدو په موخه د اړوندو ادارو پر همغږۍ او همکارۍ ټینګار وکړ او ویې ویل، چې چین ته به پسته، بادام، چارمغز او یو شمېر نور توکي هم صادر شي.

د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې د 2.2 میلیارد ډالرو په ارزښت چین د ۶۲ زره ټنو جلغوزیو د صادراتو تړون د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټور تر منځ لاسلیک شوی دی.

تمه ده، چې چین هېواد ته د دغو جنغوزیو د لېږد بهیر په راتلونکو پنځو کلونو کې د حیرتان بندر او اوسپنې پټلۍ له لارې تر سره شي.

 

وروستي خبرونه او راپورونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۴ - ۹:۲۰
Background image

تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۴۰۲۹) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

 تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۳ هـ.ش. کال د حمل مياشتي له ۲۴مې څخه د حمل تر ۳۰مې) نېټې پورې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۴۰۲۹) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې (۵. . .

شنبه ۱۴۰۳/۲/۱ - ۱۵:۳۹
Background image

د روزنک اوسپنې پټلۍ سټيشن څخه ترکیې ته 1100 مټریک ټنه صادرات ترسره شول

تېره جمعه د حمل په 31مه د روزنک اوسپنې پټلۍ له لارې ترکیې هیواد ته 1100 مټریک ټنه د معدني ډبرو صادرات ترسره شول.

په يادو صادراتو کې د تالک معدني ډبره شامله وه، چې د ترکیې هيواد مرسينګ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۲۸ - ۱۳:۰
Background image

تېرو دوو اونیو کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۵۱۴۹۵) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

تېرو دوو اونیو کې دحمل له ۱۰څخه دحمل تر ۲۳ مې) پورې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۵۱۴۹۵متریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۱۳۲۷۱ټنه، د آقینې اوسپنې پټلۍ. . .

ټول