د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې د سرپرست الحاج ملا بخت الرحمن شرافت ژوند لیک

ژوندليک

 

زوکړه:

الحاج ملا بخت الرحمن شرافت د الحاج ذاکر محمد زوی، په (۱۳۵۴ هـ.ش.) کال کې د زابل ولایت مرکز اړوند په ابراهیم خیلو کلي کې زېږېدلی دی.

زده کړې:

ښاغلي الحاج ملا بخت الرحمن شرافت خپلې دیني زده کړې د کلي د جومات له امام څخه پیل کړې دي او بیا یې د هجرت په دیار کې په «مطلع العلوم» مدرسه کې دوام ورکړی دی.

نوموړي د دیني علومو ترڅنګ، عصري علوم هم لوستې دي او په ساينس رشته کې د لیسانس په کچه زده کړې ترسره کړې دي.

د ښاغلي الحاج ملا بخت الرحمن شرافت مورنۍ ژبه پښتو ده او په دري، عربي، اردو او انګلیسي ژبو هم روانې خبرې او لیکنه کولای شي.

د افغانستان اسلامي امارت غړیتوب:

کله چې د تنظیمي جګړو او هماغه وخت کې د موجوده پاټک بازي پر وړاندې د علماوو یو حرکت د مرحوم امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد تر قیادت لاندې راپورته شو، ښاغلی شرافت هم یاد حرکت سره یو ځای شو او د یوه نظامي مجاهد په توګه یې ددې حرکت ملتیا کوله.

نوموړی د څه مودې لپاره د افغانستان اسلامي امارت د عالي مقام دفتر د مالي او اداري رئيس په توګه وټاکل شو.

جهادي او خدمتي شاليد:

ښاغلی شرافت د افغانستان اسلامي امارت د لومړۍ دورې واکمني پرمهال د امارت  د عالي مقام دفتر مالي او اداري رئیس و.

بیا د کندهار میرویس روغتون د مشر او د مرحوم امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد او دده د کورنۍ د روغتیاپال په توګه د خدمت ویاړ لري.

د امریکایي یرغل په لومړيو کلونو کې ښاغلی شرافت د صحت کمیسیون غړی او په جهاد کې د ټپي شويو مجاهدینو د تداوي او روغتیا پالنې مسؤل و.

تر دې مسؤلیت وروسته د افغانستان اسلامي امارت د مقام له حکم سره سم د مؤسساتو کمیسیون د بهرنیو اړیکو څانګې مسؤل وټاکل شو.

په(۱۴۴۰ هـ.ق.) کال کې د نظامي کمیسیون د عمومي اداري مسؤل په توګه تر ټاکل کېدو او کامیاب اداري او جهادي خدمت وروسته په (۱۳۹۰هـ.ش.) کې د همدې کمیسیون تر چتر لاندې د فواید عامې ریاست د عمومي رئيس په توګه وټاکل شو.

د امارت بیاځلې واکمني کې خدمت:

کله چې د (۱۴۰۰ هـ.ش. کال د زمري په ۲۴ مه) ګران هېواد په ټولیزه توګه د افغانستان اسلامي امارت له لوري فتحه شو، ښاغلی شرافت د لنډې مودې لپاره د فواید عامې وزارت د سرپرست وزیر او وروسته د یاد وزارت د مالي او اداري مرستیال په حیث وټاکل شو.

تر څو میاشتې خدمت وروسته د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه له حکم سره سم نوموړی د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې د سرپرست رئيس په توګه وګمارل شو او تراوسه په همدې خدمت بوخت دی.

 

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره

د نشراتو آمريت

۵ جدي ۱۴۰۲ هـ.ش.